د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ۲۳ وسله والو وژلو ادعا کوي


د پاکستان پوځي سرتېري د ګزمې په حال کې: انځور له ارشیفه
د پاکستان پوځي سرتېري د ګزمې په حال کې: انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېل سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۳ وسله وال وژلي دي.

د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ايي ايس پي ار) د مې پر ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پوځ د مې په ۲۶مه او ۲۷مه دغه عملیات ترسره کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلې چې د مې پر ۲۷مه يې د ټانک ضلعې په عملياتو کې ۱۰ وسله وال وژلي دي. په بيان کې د عملياتو دقيق ځای نه دی ښوول شوی.

پوځ زیاتوي چې په همغه ورځ یې د خيبر ضلعې د باغ سيمې په عملياتو کې اووه وسله وال وژلي او دوه يې زخمي کړي دي. د بيان تر مخه، هم د باغ په نښته کې وسله والو د پوځ پينځه سرتيري وژلي دي.

د ای اېس پي ار خبر داراز وايي، پوځ د مې پر ۲۶مه د پېښور ضلعې په حسن خېلو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس کړيو عملياتو کې شپږ وسله وال وژلي دي. خبر زياتوي چې په هغو عملياتو کې د پوځ يو کيپټن او يو حوالدار هم وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا اداره لیکي چې د پنځو وژلو شویو سرتېرو د جنازې مراسم د مې پر ۲۷مه په پېښور کې ترسره شول چې پکې د پاکستالن د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر هم برخه واخیسته. خبرپاڼه لیکي چې د پوځ مشر وروسته د پېښور په سي اېم اېچ یا پوځي روغتون کې د هغو سرتېرو پوښتنه هم وکړه چې په عملیاتو کې ژوبل شوي وو.

مشال راډيو د پاکستان پوځ د دې دعوو تصديق په خپلواکه توګه نشي کولی. وسله والو هم د پوځ دې پروني بيان ته تراوسه ځواب نه دی ويلی.

د ۲۰۲۲ کال له نومبر مياشت راهيسې، چې تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې د پاکستان له حکومت سره د اوربند لوظنامه ختمه کړې، په دې هېواد او په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې وسله وال بريدونه او پرضد يې د پوځ عمليات زيات شوي دي. پاکستان تور لګوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې پر دوی بریدونه کوي خو طالبانو تل دا تورونه رد کړي دي.

د خيبر پښتونخوا خلکو وخت په وخت د ناامنۍ پېښو پرضد په خپلو احتجاجونو کې له پوځ او هم حکومته غوښتي چې دا صوبه له وسله والو په بشپړه توګه پاکه کړي.

XS
SM
MD
LG