د ینګ ډاکټرز اسوسي اېشن په نوم د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو اتحاديه وايي چې دا مهال د هغې صوبې د روغتیا څانګه له لوی بحران سره مخامخ ده او ۶۰۰۰ ډاکټران روزګارونه نه لري.
د سېپټېمبر پر ۲۴مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د ځوانو ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر اسفندیار خان وویل چې په دې لړ کې یې څو ځله له حکومت سره مذاکرات کړي خو بریالي شوي نه دي. نوموړی زیاتوي چې حکومت د طب کالجونو په فیسونو کې ۳۰۰ فیصده اضافه کړې ده.
هغه وویل "له تېرو اووه، اته کلونو راهیسې حکومت د پبلک سروس کمېشن له لارې پر ملازمتونو بندیز لګولی دی او علت یې دا ښوولی دی چې پانګه ورسره نه شته او موږ تنخاګانې او پینشن نه شو ورکولی. دوی د اېم ټي ای نظام راوست، بیا یې د اصلاحاتو په نامه بل نظام معرفي کړ، خو حقیقت دا دی چې په لوی شمېر کې ډاکټران بهرنیو هېوادونو ته روان دي."
په داسې حال کې چې د صوبې د کلیوالو سیمو د صحت مرکزونه او هسپتالونه ډاکټرانو ته اړتیا لري، حکومت ولې خالي څوکۍ نه ډکوي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې د خیبر پښتونخوا د ډاکټرانو د اتحادیې یو مشر ډاکټر عامر تاج خان وايي چې حکومت د اصلاحاتو په نامه د روغتیا څانګه له ګډوډۍ او بد انتظامۍ سره مخامخ کړې ده.
نوموړي د ډاکټرانو د بې روزګارۍ په اړه وویل چې په پاکستان کې دننه او بهر ګڼ ډاکټران له پوهنتونونو څخه سندونه راوړي خو د هغوی د ملازمتونو لپاره څه میکانیزم نه شته.
هغه زياتوي "دويمه خبره دا ده چې پبلک سروس کمېشن د نويو ډاکټرانو په ګومارلو کې ډېر وخت اخلي. درېيمه خبره دا ده چې په هغو سیمو کې چې امنیت خراب دی، هلته ډاکټران نه ځې."
خو د خیبر پښتونخوا حکومت دغه تورونه ردوي او وايي چې په عارضي بنیادونو یې ډاکټرانو ته د ملازمتونو ورکولو لړۍ پیل کړې ده.
د روغتیا لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير د سلاکار د دفتر یو چارواکي احتشام علي وویل چې حکومت دومره پانګه نه لري چې هر کال په زرګونو ډاکټرانو او نرسانو ته نوکرۍ ورکړي.
هغه مشال راډیو ته وویل"چې کوم د ضلعو او تحصیلیونو په کچه هسپتالونه دي، د هغې لپاره په عارضي بنیادونو ۱۵۰۰ ډاکټران ګومارو او اصلاحات مو په کې روان کړي دي. همدارنګه زموږ سره په ضلعو کې د مېډیکل کنسلټنټانو ۶۰۲ چوکۍ خالي پرتې دي نو په دې اړه مو پبلک سروس کمېشن ته سپارښتنه کړې ده. له دې علاوه په ۱۰ ضلعو کې ۲۶۶ د روغتیاپالان او ډاکټران ګومارو. تر کومه چې په میډیکل کالجونو کې د فیسونو خبره ده، په دې اړه مو د لوړو زدکړو کمېشن ته خواست کړی چې فیسونه کم وساتي، خو دا واک له هغوی سره دی چې څه پرېکړه کوي."
تر دې وړاندې، د خیبر پښتونخوا د ځوانانو ډاکټرانو اتحادیې د خپلو غوښتنو په حق کې د سېپټېمبر پر ۲۰مه په پېښور کې احتجاجي مظاهرې هم کړې دي او دړکه یې ورکړې چې که غوښتنې یې نه منل کېږي نو په ټوله صوبه کې به احتجاجونه کوي.