د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ وايي کرنل خالد امیر او د هغه ۳ خپلوان یې له وسلوالو ازاد کړي دي


ټي ټي پي د اګست پر ۲۹مه د کرنل خالد امیر ویډیو خپره کړې وه، دا له هغې ویډیو اخیستل شوی انځور دی.
ټي ټي پي د اګست پر ۲۹مه د کرنل خالد امیر ویډیو خپره کړې وه، دا له هغې ویډیو اخیستل شوی انځور دی.

د پاکستان پوځ وايي چې خپل یو افسر او د هغه د کورنۍ درې غړي یې د "ولسي مشرانو او ځايي مخورو" په مرسته د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) له وسلوالو خلاص کړي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر ۳۱مه په لنډ بیان کې ویلي دي ټول کسان "بې له شرطه او خوندي" خوشې شوي.

پوځ دا نه دي ویلي چې هغوی یې په کوم ځای کې ازاد کړي، خو زیاتوي چې لېفټېننټ کرنل خالد امیر او د هغه خپلوان "خپلو کورونو ته ستانه" شوي دي.

خالد امیر، د هغه دوه وروڼه اصف او فهد او یو خوریی ابرار د اګست پر ۲۸مه د ډېره اسماعیل خان له کلاچۍ څخه د تښتول شوي ول.

استخباراتي چارواکو ویلي ول چې خالد امیر کلاچۍ ته د خپل پلار جنازې ته تللی وو چې وسلوالو د کورنۍ له درو نورو غړو سره وتښتاوه.

ټي ټي پي د پوځي افسر او د هغه د کورنۍ غړو د تښتولو ذمه واري منلې وه.

د اګست پر ۲۹مه وسلوالو د کرنل امیر ویډیو خپره کړه چې پکې نوموړي له پوځه غوښتي ول چې د ده د خوشې کولو په بدل کې دې د ټي ټي پي غوښتنې ومني.

تحریک طالبان پاکستان لا د پوځ د افسر او د هغه د کورنۍ غړو خوشې کولو په اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې وه چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي ضلعو کې ناامنۍ زیاتې شوې دي چې پرضد یې پراخې مظاهرې او جرګې شوې دي.

خو د پاکستان حکومت وايي چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی او په دې موخه یې په جون کې د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.

پوځ او حکومت پوځ دريځ لري چې عملیات د ناامنۍ ختمولو لپاره اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې یې پر ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ټینګ شوی.

په همدې حال کې د پاکستان د اقتصادي همغږۍ کمېټۍ د اګست پر ۲۲مه د عزم استحکام عملیاتو لپاره د ۲۰ اربه روپیو بېلولو منظوري ورکړه.

XS
SM
MD
LG