د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو د جمرود پر جومات د ځانمرګي برید په تړاو د ۸ مشکوکو کسانو نیولو دعوه کړې


 د جولای پر ۲۵مه په ځانمرګي برید کې د جمرود د جومات چت پرېوتی وو.
د جولای پر ۲۵مه په ځانمرګي برید کې د جمرود د جومات چت پرېوتی وو.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د ترهګرۍ مخنیوي څانګې (سي ټي ډي) ویلي دي چې د خیبر په جمرود کې یې پر جومات د ځانمرګي برید په تړاو اته مشکوک کسان نیولی دي.

د سي ټي ډي لوړپوړي چارواکي سهېل خالد د اګست پر نهمه په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال دعوه وکړه چې د جولای پر ۲۵مه د جمرود په غار اوبو کې برید د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو په لواړګي کې د خپلو ملګرو په مرسته تنظیم کړی وو.

هغې وسلوالې ډلې لا د پولیسو د هغه چارواکي څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي او پر جومات د ځانمرګي برید ذمه واري هم چا نه وه منلې.

خالد ټینګار وکړ چې ځانمرګی بریدګر د انصار افغاني په نوم یو کس کړی وو چې په ناقانونه توګه د تورخم له لارې پاکستان ته اوښتی وو او په خیبر کې یې له خپلو ملګرو سر د برید پلان جوړ کړی وو. "دا ډله ټي ټي پي خیبر ده. تاسې ته معلومه ده چې دا تنظمیونه په سیمه کې فعال دي او په نورو بریدونو کې ککړ دي. [په جومات کې] برید د انصار افغاني په نوم تن کړی دی چې تر حملې څلور یا پینځه ورځې مخکې په تورخم کې په غیر قانوني لارو له افغانستانه پاکستان ته داخل شوی وو."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د هغه هېواد خاوره د هېچا ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

خالد په خبري غونډه کې د نیول شویو کسانو په اړه له نورو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

البته تر نوموړي مخکې د پېښور پولیسو ویلي ول چې د سي ټي ډي په تاڼه کې یې دپینځو مشکوکو وسلوالو پرضد پر جومات د برید د تنظیمولو او ترسره کولو په تور مقدمه دایره کړې ده.

د پېښور پولیسو د جولای پر ۲۸مه په بیان کې ویلي ول چې د جولای پر ۲۵مه د انصار افغاني په نوم یو کس د جمرود په غار اوبو کلي کې د جومات دننه ځانمرګی برید کړی وو چې پکې د علي مسجد اېډېشنل تاڼېدار عدنان اپرېدی وژل شوی وو.

د پولیسو په رپورټ کې د افغاني په ګډون د پینځو نورو مشکوکو وسلوالو نومونه هم شامل دي. په رپورټ کې راغلي چې د ابوذر اپرېدي په نوم یو کس د افغاني مرستیال وو چې پولیسو د برید پر مهال نیولی وو. له دې پرته په مقدمه کې د عبدالله شلماني، کمانډر ایوب او کاشف نومونه شامل دي.

د پولیسو په بیان کې راغلي دي چې ابوذر اپرېدي ځانمرګي بریدګر ته د بارودو واسکټ وراغوستی وو او غوښتل یې چې د پولیسو د ګزمې ګاډی په نښه کړي خو هدف ته و نه رسېدل.

پولیس دعوه کوي چې اپرېدي ورته په لومړي بیان کې ویلي دي چې د برید پلان یې د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په وینا تیار کړی وو.

د خیبر پښتونخوا د سي ټي ډي لوړپوړي چارواکي سهېل خالد د اګست پر نهمه د خبري غونډې پر مهال دا دعوه هم وکړه چې د جولای پر ۳۰مه یې په باجوړ کې د ځانمرګي برید په تړاو هم یو مشکوک کس نیولی دی او ورڅخه تحقیقات کوي.

د باجوړ په خار تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د ضلعي غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې ۶۳ تنه وژل شوي ول او تر ۱۰۰ زیات ژوبل ول.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

د خیبر خلکو له حکومته د وسلوالو پر ضد د بې پرې عملیاتو غوښتنه وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې د خیبر، باجوړ او پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې بریدونه شوي دي.

د اګست پر نهمه په باجوړ کې د اېف سي ځواک پر ګاډي په برید کې یو سرتېری ژوبل شو.

تر دې مخکې، د اګست پر دویمه د خیبر په تیرا کې پر امنیتي پوسته په وسلوال برید او نښته کې د اېف سي ځواک دوه سرتېري ووژل او څلور ژوبل شول.

د جولای پر ۲۰مه د خیبر ضلعې په باړه کې د پخواني تحصیل پر ودانۍ په ځانمرګو بریدونو کې څلور پولیس ووژل شول او د پینځو سرتېرو په ګډون ۱۰ تنه ژوبل شول.

د رسنیو په وینا، تر دې یوه ورځ مخکې په پېښور او ډېره اسماعیل خان کې په وسلوالو حملو کې درې پولیس سرتېري ووژل شول.

داراز، د جولای پر ۱۸مه د پېښور په حیات اباد کې د اېف سي ځواک له یوه ګاډي سره نېږدې په ځانمرګي برید کې اته تنه ژوبل شول.

په وروستیو کې په سیمه کې د زیاتېدونکو بریدونو پرضد پراخې مظاهرې هم شوې دي. د جولای پر ۲۵مه د خیبر سیاسي اتحاد غړو او مشرانو او ګڼو ولسي وګړو او فعالانو په تیرا کې "د سولې لاریون (امن مارچ)" کړی وو چې پر مهال یې له حکومته د وسلوالو ډلو پرضد د پرېکنده او بې توپیره اقداماتو غوښتنه وکړه.

د پېښور پولیس او د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د ناامنۍ مخنیوي لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی او د صوبې په بېلابېلو برخو کې د وسلوالو پرضد عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG