خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.
په خیبر کې د جون پر ۱۸مه د خبریال خليل جبران اپرېدي په وژنه د هغه شپږ بچي یتیم شوي دي. د هغه یوه لور حوره اپرېدۍ وايي چې هېڅکله یې دا فکر نه وو کړی چې په ژوند کې به یې داسې ورځ راځي. اپرېدۍ وايي چې پلار یې لوی خبریال وو او ورباندې ویاړي. له حورې اپرېدۍ سره بشپړه مرکه واورئ.