فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د خیبر انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ثناالله دفتر د جون پر ۱۱مه په بیان کې ویلي دي چې ستنېدونکو ته خیمې، کمپلې او د خوراک څښاک لوښي ورکوي.
د شخصي سکولونو ځینو مالکانو د جون پر پينځمه د ويرې له کبله د نومونو نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې نامعلومه کسان د ټېلېفون له لارې ورڅخه د باج غوښتنه کوي چې دې کار دوی ډېر اندېښمن کړي دي.
د خیبر ضلعې د کرنې ادارې مرستیال مشر ضیاالاسلام مشال راډیو ته وویل چې په تیرا دره کې یې په لومړي ځل په غوزانو (چارمغز يا جوز) او ځنګلي زیتونو کې قلم کاري کړې ده او د مشرومونو (پوڅکيو، خرړي یا خړوب) له فصل څخه یې حاصلات اخیستي دي.
د خیبر ضلعې په لوړاګې (لنډي کوتل) کې د پښتو نومیالي شاعر امیر حمزه خان شینواري مزار او کلتوري ودانۍ د ښکلا او مرمت وروسته د ولس لپاره پرانيستل شوی ده. په مزار کې د ګنبدې او کلتوري ودانۍ ترڅنګ اوس کتابتون هم جوړ شوی دی.
امیر حمزه خان شینواری، چې په حمزه بابا مشهور دی، یو مشهور پښتو شاعر وو. هغه په ۱۹۰۷ ز کال کې په لوړاګي (لنډي کوتل) کې زیږیدلی او په ۱۹۹۴ کال کې وفات شوی دی. هغه په خپلو شعرونو کې د مینې، تصوف او فلسفې موضوعات بیان کړي دي. حمزه بابا په پښتو غزل کې د ځانګړي سبک څښتن دی.
د لواړګي تحصيل چيرمين شاه خالد خان د مې پر ۲۶مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې د پاکستان حکومت دې له افغانستان سره د تورخم تر څنګ ټولې لارې د ازاد او بشپړ تجارت لپاره پرانیزي.
د خیبر په باړه کې د وسلوالو او امنيتي سرتېرو ترمينځ په نښتو کې د وران شوي سرکاري سکول د بیا رغونې کار درېدلی دی.
د خيبر ضلعې په جمرود باب خیبر کې په احتجاجي پرلت ناستو د پخوانۍ فاټا د خاصه دارو او لیویز ځواک اتحادیې مشرانو د مې پر ۱۵مه، مشال راډیو ته وویل چې دوی ته تراوسه هغه مراعات ور نه کړل شول چې د خیبر پښتونخوا په بندوبستي ضلعو کې پولیسو ته ورکړل شوي دي.
۱۵ کلن طیب خان وویل، په سیمه کې ډرېورانو، د ګاډو کلینرانو (چې کلېنډران بلل کېږي)، د رستورانونو کارکوونکو او ان د ملېشې سرتېرو هم ورباندې د جنسي تشدد هڅه کړې ده.
په تورخم کې د پاک افغان دوستۍ په نوم د روغتون ډاکټرانو مشال راډیو ته وویل، کله چې له افغانستانه ناروغان تورخم ته ورسول شي، هغوی یې اول په خپل روغتون کې طبي معاینه کوي او که د بیمار حالت سخت وو نو په اېمبولانس کې یې مخکې لېږي.
د اپرېل له ۱۲مې راهیسې په سختو ورښتونو او سېلابونو کې ځاني او مالي زیانونه په خیبر، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، سوات، باجوړ، شانګله، ملاکنډ، مانسهره، مومندو، کرک، ټانک، مردان، پېښور، چارسده، نوښار، بونېر، هنګو، بټګرام، بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان، اورکزیو، کواټ او ډېره اسماعیل خان کې اوښتي دي.
د باړې ځینو اوسېدونکیو د اپریل پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل، پولیسو له پکار دي چې یوازې د مشکوکو کسانو پلټنه وکړي، نه دا چې ټول خلک په عذاب کړي.
د پېښور په حیات اباد کې د تاترې تاڼې د پولیسو یوه افسر د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پيښور او شاوخوا سیمو کې یې د افغان سیټیزن کارډ لرونکو کډوالو د استوګن ځایونو نقشې جوړول او د دوی تفصیلات راغونډول پیل کړي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان حکومت افغان ډریورانو ته د مارچ تر ۳۱مې مهلت ورکړی وو چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د تګ راتګ لپاره هغه اسناد بشپړ کړي.
د پرلت یو ګډونوال زرا جان مشال راډیو ته وویل چې د تورخم دواړو غاړو ته به یې خوراکي توکي لېږدول او د ورځې به یې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ پورې روپۍ ګټلې خو له تېرو څو ورځو راهیسې یې کاروبار بند پروت دی.
په تورخم کې د پاکستان د ګمرک (کسټم) چارواکو مشال راډيو ته ويلي دي چې د حکومت له خوا افغان ډرېورانو ته د سفري اسنادو بشپړولو لپاره ورکړل شوی مهلت د مارچ پر ۳۱مه پای ته رسېږي او د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه به د پاسپورټ او ویزې نه لرونکو ډرېورانو ته د تګ راتګ اجازه ور نه کړي.
په خیبر ضلع کې په وروستیو کې د ځمکو پر سر د بېلابېلو سیمو د ولسونو ترمینځ لانجې زیاتې شوې دي. د هغې ضلعې اوسېدونکي وايي د دې لامل د ځمکو د ملکیت رېکارډ نه شتون دی. دوی له حکومته د لانجو د هواري غوښتنه کوي. انتظامي
دا له هغه وروسته ده چې پاکستان د جنورۍ پر ۱۳مه د تورخم پر دروازه او همدا رنګه افغانستان ته په نورو ټرانزییټي لارو د اوښتو لپاره افغان ډرایورانو ته د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کړل.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د واروې او باران له وجې ۳۳ کورونه او په ځینې ځایونو کمرونه نړېدلي دي.
نور وښیئ