نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
پر دې مهال په زياترو لويو او وړو ښارونو کې دوکانونه او مارکېټونه د احتجاج په توګه تړل شوي دي.
په سیمه کې د شیعه ګانو د کېمپ مخې ته نښته وشوه او هغه مرګژوبله یې واړوله. دواړو فرقو پر یو بل د حملې ذمه واري اچولې ده. د سيند حکومت هم د پېښې نوټس اخیستی او د پولیسو څخه یې رپورټ غوښتی دی.
په پاکستان کې د لږکيو د ملي ورځې په مناسبت مذهبي اقلیتونو احتجاجونه وکړل
د بلوڅانو یووالي (یکجهتي) کمېټۍ د اګست پر شپږمه مشال راډیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي دي چې د اګست پر پینځمه او شپږمه یې په ګوادر کې له حکومتي پلاوي سره لیدلي او خپلې غوښتنې یې ورته وړاندې کړي دي.
د اګست پر درېیمه د مظاهرې ګډونوالو د سیند پر پولیسو او حکومت نیوکې وکړی او پر مظاهرینو یې تشدد او د هغوی نیول یې وغندل. په مظاهره کې د فعالانو ترڅنګ د پوهنتونونو او کالجونو استادانو او زده کوونکو هم ګډون وکړ. هغوی د بلوڅانو یکجهتي کمېټۍ په حق او د پولیسو مخالفت کې نعرې هم ووهلې.
پولیسو په کراچۍ کې د بلوڅانو د یووالي (یکجهتي) کمېټۍ یوشمېر غړي او پلویان نیولي دي. هغه کمېټي د ورکو بلوڅانو د موندلو او د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوي. د کمېټۍ غړو او پلویانو غوښتل چې په ګوادر کې د پرلت په ملاتړ له ارټس کونسله د خبریالانو تر مرکزه لاریون وکړي خو پولیسو یې مخه ونیوله. .
د بلوڅانو یووالي (یکجهتي) کمېټۍ ویلي دي چې پولیسو یې په کراچۍ کې اته غړي نیولي دي. هغه کمېټي د ورکو بلوڅانو د موندلو او د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوي. پولیس وايي، د هغو کسانو مخونه پټ ول نو ځکه یې د امنیت په خاطر د شک پر اساس ونیول. ویډیويي رپورټ.
د اسماعیل هنیه د وژنې ضد د پاکستان په ځینو ښارونو کې احتجاجونه او د جنازې غایبانه مونځونه شوي دي. د پاکستان د مرکز اسلام اباد په ګډون په کراچۍ، پېښور او نورو ښارونو کې احتجاجونه وشول او ګډونوالو د فلسطین په حق او د اسراییلو ضد شعارونه ورکړل. هنییه د جولای پر ۳۱ په ایران کې وژل شوی دی.
د چین چنرال قونسل یانګ یودونګ د جولای پر ۳۰مه په کراچۍ پریس کلب کې خبریالانو ته وویل چې سیپیک او ګوادر د نړیوالو رابطو لپاره مهم بندر دی. هغه وویل چې د سیپیک په دویم پړاو کې به شخصي شرکتونه پانګونې ته راوبلل شي.
بلوڅ یکجهتي کمېټۍ دې جلسې ته د " بلوچ راجي مچي " نوم ورکړی دی په کوم کې چې به د دوی په وینا د ټولو بلوڅ قبیلو خلک ګډون کوي.
د کراچۍ په بندر کې د ډاک لیبر بورډ غړي له تېرو څو ورځو راهیسې د کراچۍ پورټ ټرسټ دفتر مخې ته احتجاج کوي. پرلتوال وایي چې حکومت یې له دندو د لرې کولو هڅې کوي او د کراچۍ بندر ځینې برخې بهرنیو شخصي کمپنیو ته سپارل غواړي.
پولیس وايي چې دواړو ډلو تر نښتې وروسته په کراچۍ کې د یو بل پر کورونو هم حملې وکړې چې تر هغې وروسته پولیس او د رېنجرز ځواک سرتېري هلته ځای پر ځای شول او وضعیت یې کنټرول کړ.
### سم شوی خبر: د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو فعالانو په کراچۍ کې د بنو ولس د ملاتړ لپاره احتجاجي مظاهره وکړه. د جولای په ۲۱مه، د کراچۍ پریس کلب مخې ته ملي جمهوري غورځنګ، پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ، عوامي ورکرز پارټۍ او کراچۍ بچاؤ تحریک دغه مظاهره تابيه کړې وه
د شماریاتو ادارې د جولای پر ۱۸مه راپور خپور کړ چې پکې راغلي چې د پاکستان ابادي د زیاتېدو کچ شاوخوا ۲.۵۵ سلنه دی چې دا خورا چټک رفتار دی.
په سیند کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټرټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) په کراچۍ ښار کې د ټي ټي پي د یو مهم قومندان د نیولو دعوه کړې ده. پوځ په پېښور کې د درو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړی دی.
د سي ټي ډي پولیسو یو مشر اصف اعجاز شېخ تر پېښې وروسته خبریالانو ته وویل چې په ډي اېس پی علي رضا د جولای پر اوومه په کریم اباد سیمه کې له ګاډي څخه تر وتلو وروسته وسلوالو ووژاه.
د عزم استحکام عملیاتو ضد، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کراچۍ، اسلام اباد، کوټه، پېښور، واڼه او د پاکستان په یو شمېر نورو سیمو کې احتجاجي مظاهرې کړي دي. احتجاج کونکو وویل چې د حکومت لخوا اعلان شوي د عزم استحکام په نامه عملیات ورته د منلو نه دي.
د غورځنګ مخکښه مشرانو او غړو د جولای پر اوومه مظاهرو ته په ویناګانو کې د عزم استحکام په نوم د عملیاتو مخالفت وکړ او و یې ویل چې د عملیاتو له وجې ولسي خلک مشکلات او زیانونه ګالي.
په کراچۍ کې فعالانو او د مسیحیانو (عیسویانو) ټولنې په پنجاب کې يو مسیحي ته د مذهب سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولو خلاف احتجاجي مظاهره کړې ده. د جولای د دویمې مظاهرې ته د بشري حقونو فعالان، د ښځو د حقونو یوې ټولنې عورت مارچ منتظمين او عيسويان ورغلي ول. ویډیويي رپورټ.
د جون پر ۲۸مه په کراچۍ پریس کلب کې غونډې ته په وینا کې سیمي دین بلوڅې وویل چې پلار یې ډاکټر دين محمد بلوڅ ۱۵ کاله مخکې له کوټې پورته کړل شو. هغه وخت دا وړه وه، له ماشوموالي د خپل ورک پلار د خوشې کولو لپاره غږ پورته کوي خو د پلار یې لا هم درک نه لږي.
نور وښیئ