نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د جون پر ۲۸مه په کراچۍ پریس کلب کې غونډې ته په وینا کې سیمي دین بلوڅې وویل چې پلار یې ډاکټر دين محمد بلوڅ ۱۵ کاله مخکې له کوټې پورته کړل شو. هغه وخت دا وړه وه، له ماشوموالي د خپل ورک پلار د خوشې کولو لپاره غږ پورته کوي خو د پلار یې لا هم درک نه لږي.
ایدي د جون پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې زیات مړي له هغو سیمو وروړل شوي، چېرې چې لوډشیډنګ زیات وي، خو د مړینې علت په اړه ډاکټران ویلې شي.
د جون بر ۱۴مه په کراچۍ پریس کلب کې د غونډې په مهال کمېشن هغه رپورټ له رسنیو سره شریک کړ چې پکې راغلي دي چې په ۲۰۲۳ز کال کې دسيند صوبه په کچه سېمه کې د لږکيو نجونو د تښتونې، په زور مذهب بدلواو ودونو پېښې زياتي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان حکومت وخت په وخت تور لګولی چې بلوڅ يکجهتي کمېټۍ د رياست پرضد خلک راپاروي او په جرمونو کې د ککړو کسانو ملاتړ کوي.
د ابادۍ له پلوه د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د لوی اختر د قربانۍ لپاره د اوښانو ځانګړې منډیي جوړه شوې ده چې ورته کاروباریانو د بېلابېلو نسلونو شاوخوا ۴،۵۰۰ اوښان وروستي دي. په منډیۍ کې د ښکلا لپاره د اوښانو پر پوستکي نقاشي کېږي. ویډیويي رپورټ.
په کراچۍ کې د قربانۍ لپاره د څارویو منډۍ جوړ شوی، چې تر اوسه ورته نږدې دوه لکه څاروي وروستل شوي دي. اخيستونکي وايي، سږکال څاروي ګران دي، خو د څارويو سوداګر بیا وايي چې د څارويو خوراک، د ګاډو کرايه او نور لګښتونه یې زیات شوي دي نو ځکه څاروي ګران خرڅوي.
د سيند د کورنيو چارو وزارات د پولیسو مشر اې جي او نورو امنتي ادارو ته د جون پز ۶مه يو ليک استولی دی چې په سيند کې د ديني مدرسو بشپړه معلومات راغونډ کړي.
دا خبره په پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ لپاره د کارکوونکي سازمان فریډم نیټ ورک په په هغه رپورټ کې شوې ده چې د جون پر شپږمه په کراچۍ پريس کلب کې یوې غونډې ته وړاندې شوی دی.
په سیند کې په دې وروستیو کې د وژل شوي خبريال نصرالله ګډاني او نورو خبريالانو د وژنې په ضد خبريالانو د جون په دویمه د کراچۍ پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې د خبريالانو د وژنې په اړه دې یو عدالتي تحقيقاتي کميشن جوړ کړي
په دې رپورټ کې راغلي دي چې د ښاري سیمو پرتله په کلیوالو سیمو کې دغربت کچه لوړه ثبت شوې ده. د دوی په وینا، په کلیوالو سیمو کې د بېوزلۍ کچه ۵۱ فيصده او په ښاري سیمو کې ۱۷ فیصده ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نور الله ترين په څلورو مقدمو کې له بري کېدو او په شپږو مقدمو کې یې له ضمانت منظورېدو وروسته د مې پر ۲۲مه دکراچۍ له زندانه خوشې کړل شو. د نوموړي هرکلي ته د پي ټي ایم ګڼ پلویان ورغلي ول.
د مې پر ۱۹مه په کراچۍ کې هندوانو د دوی د نجونو د تښتولو او ورسره د جنسي زیاتي کولو د پېښو ضد احتجاجي لاریون کړی دی. احتجاج کونکو ویل چې په سیند صوبه کې د دوی کم عمره نجونې په زور تښتول کېږي، وژل کېږي او مذهب پرې بدلول کېږي. دوی ویلي چې د مې
په کرغزستان کې د پاکستاني زده کوونکو پر وړاندې د تشدد پېښو پر ضد د مې په ۱۸ مه په اسلام اباد کې د کرغزستان کونسلګرۍ مخې ته او په کراچۍ کې د پریس کلب مخې ته زده کوونکو احتجاجي مظاهرې کړې دي.
د ترهګرۍ ضد څانګې (سې ټي ډي) چارواکو د مې پر ۱۶مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته د وینا په مهال دعوه وکړه چې وقار عباس او حسین اکبر په نامه نیول شوی کسان د اهلسنت والجماعت پر دینی عالمانو په بریدونو کې ککړ دي.
په کراچۍ کې د مې پر ۱۲مه د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړي او پلویان د چودري په ملاتړ سړکونو ته وروتلي ول. د مظاهرچيانو د منتشرولو لپاره د جنرال پروېز مشرف د پوځي حکومت پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه او ډزې یې وکړې.
د شرکت وياند عبدالله حفيظ مشال راډيو ته وويل چې د حاجیانو لپاره ځانګړي پروازونه یې د مې له نهمې پیل کړي دي او پر لومړۍ ورځ له کراچۍ، اسلام اباد او لاهوره په ۱۱ الوتکو کې ۲،۱۶۰ زایرین سعودي عرب ته ورسېدل.
مولانا فضل الرحمان د مې په ۲مه په کراچۍ کې، ولسي سيند اسمبلۍ په نوم جلسې ته په وینا کې تور پورې چې اسمبلیانې د پوځ په خوښه جوړېږي او اوس حالات دې ځای ته رسېدلي دي چې د پوځ په وینا په قانون کې بدلونه کېږي او قوانین جوړېږي.
د بلوچستان په حب سیمه کې د ګډاني په ساحل د ګاډو ځغاستې مقابله وشوه چې پکې د نارینه موټر ځغلوونکیو ترڅنګ ښځینه وو هغو هم برخه واخیسته.
د جرګې مشرانو مشال راډيو ته وویل د ځوانانو د اصلاح، له بدو لارو د هغوی د مخنیوي او د ټولنې مثبت لوري ته د وړلو په موخه یې ځینې پرېکړې کړې دي. دوی وايي، دا ګام یې ځکه پورته کړی دی چې د غلا او شوکو په ځینو پېښو کې د مسید قام د هلکانو نومونه هم مخې ته راغلي دي
نور وښیئ