ډاکټرسیف الرحمان وایي، په بلوچستان کې د ګوزڼ ضد څاڅکو انکاري کورنۍ په زرګونه دي، چې له کبله یې د ګوزڼ وایروس لاهم په دې صوبه کې شتون لري او هرکال ماشومان ځپي
د قبايلي سيمو صنعتکاران، تاجران او سوداګران له حکومته غوښتنه لري، چې په دغو سيمو کې د کاروبار لپاره ماحول جوړ کړي، د مختلفو کمرشل بينکونو څانګې پرانیزي او د دي ترڅنګ په موجوده بينکونو کې بهرني کرنسي کې د کاروبار کولو اجازه ورکړل شي.
په پاکستان کې د افغان طالبانو او د افغانستان حکومت استازو تر منځ په رسمي خبرو کې موافقه شوې چې تر روژې وروسته به په افغانستان کې د وینې تویونې د مخنیوي لپاره د یوه مېکانېزم پر جوړولو مفصلې خبرې کېږي.
د قانوني او سياسي چارو له څېړونکي افتخار ګيلاني نه وپوښتل نو هغه وويل که چرې دا تورونه په دې خلکو ثابت شو نو له دې به د ملک جمهوريت او سياست ته ډېر نقصان ورسي.
د ټانک اوبو ستونزو هواري لپاره د امریکا په مرسته د څلوېښتو میليونو ډالرو په لګښت د ګومل زام ډېم د پروسږ کال په جنورۍ مياشت کې د پاکستان پوځ د انجینيېرینګ شعبې فرنټیېر ورکس ارګنایزېشن «ايف ډبليو او» د واپډا محکمې ته د آزموينې لپاره سپارلی، خو له ټانکه د پا کستان قامي اسمبلۍ غړی داور خان کنډی وايي، چې په دغه پروژه کې زښته ډېرې بې قاعدګۍ شوې دي.
د پاکستان پوځ د انجینيېرینګ شعبې فرنټیېر ورکس ارګنایزېشن «ايف ډبليو او» د واپډا محکمې ته د آزموينې لپاره سپارلی، خو له ټانکه د پا کستان قامي اسمبلۍ غړی داور خان کنډی وايي، چې په دغه پروژه کې زښته ډېرې بې قاعدګۍ شوې دي.
د خېبر پښتونخوا په اسمبلي کې د جمعيت العلماء اسلام سره تعلق لرونکی غړي محمود احمد خان وايي چې له اپوزيشن سره د تعلق په بنا د صوبي واکمن تحریک انصاف ګوند د سیاسي رقابت له امله د ټانک خلکو د اوبو ستونزه نه هواروي
د ټا نک سره نيږدي د يو کلي يو اوسیدونکی خليل مسود وايي چي په ټانک ښار کې که څه هم ولس د څښاک اوبو ستونزه په څه نا څه ډول هواره کړې خو د ده په خبره د ټانک په خوا اوشا کليوالو سیمو کې بیا ولس په ډونډونو کې د باران د ولاړو اوبو په څکلو مجبوره دي
د خېبر پښتونخوا د ټانک ضلعې ولس وايي، د څښاک اوبو نشتوالي یې ورځنی ژوند زښته له کړاونو او ستونزو سره مخامخ کړی دی. د دوی په خبره د ځايي انتظاميه په پيسو د څښاک اوبه پلوري.
د افغانستان سولې عالي شوری او افغان طالبانو ترمنځ بلاخره د سېشنبې په ورځ د پاکستان په مرسته په اسلام آباد کې په رسمي توګه خبرې اترې وشوې. رسمي په دې مانا، دا لومړی ځل دی چې پاکستان او افغانستان د خبر پاڼو په خپرولو سره پخلی وکړ او د مذاکراتو ځينې جزيات يې ورکړل. په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د ملي حکومت تر جوړېدو وروسته د سولي په عمل کې تيزی راغلی دی او د اسلام آباد او کابل اړېکې هم په ظاهره ښه شوي دي. خبر پاڼې وايې، چې د خبرو اترو بل دور به له روژې وروسته کېږي. که څه هم دا يو مهم پرمختګ بلل کېږي خو اوس هم خبرو اترو يو شمېر پوښتنې راپيدا کړې دي. آیا په مذاکراتو کې شامل طالبان مشران خپله د تحريک طالبان افغانستان استازيتوب کوي او که نه؟ د طالبانو قطر دفتر څه حيثيت لري، پاکستان پر طالبانو باندې په نفوذ کې څومره او کوم مشکلات لري او آيا په مجموعي توګه دا هغه څه دي چې افغان حکومت، ولس، او نړېوالو ورڅخه تمه کوله. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې کوربه دغه اوسنی پرمختګ څېړلی چې مېلمانه یې په پېښور کې د دفاع چارو کارپوه بريګېډيېر ريټايرډ سعد محمد خان، خبريال سميع يوسفزی چې د طالبانو پر چارو ډير ژور نظر لري او له کابله يړونکی او ليکوال حکمت الله اعظمي دي.
د افغانستان سولې شورا هم هیله ښودلې چې دا ناستې به مثبتې پایلې ولري خو ټینګار یې کړی چې باید دوامداره و اوسي.
ډېویډ پیټرياس په واشنګټن پوسټ کې يو مضمون ليکلی چې پکې پر دې خبره زور ورکوي، باید امريکا افغانستان ته شا نه کړي او خپله کړې پنګه خوندي کړي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته