ډاکټر مالک بلوڅ: که هغوی آزادي غواړي نو زه خو آزادي نشم ورکولای او نه هم آزادي د ورکولو يو څیز دی. زما په فکرچې بايد د پاکستان آيين »اساسي قانون« په چوکاټ کې دننه په جمهوري طريقه د بلوڅانو پېژندګلو، حيثيت، ساحل اووسايل د تر لاسه کولو مبارزه وشي.
ډاکټر راج ولي شاه خټک د لربر پښتنو د لېک لوست په قاعدو کې فعاله ونډه لرله او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتو ژبې یوکولو کې یې غټه ونډه لرله.
پر يو بل د اوږدې بد اعتمادۍ وروستو افغانستان او پاکستان په دې پوهه شوي چې اوس دوی د خپلمنځي رابطو د بيا شلېدو توان نه لري.
نن د افغانستان په ګډون د پښتونخوا په ډېری برخو او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې کوچنی اختر لمانځل کېږي.
د خزانې وفاقي وزير سينيټر اسحاق ډار يو بيان کې ويلي دي چې له دې مرستې به د کډه کونکيو کورنيو مسلې په ښه شان هوارې شي او په واپسۍ کې به یې لاس وشي.
د پاکستان مرکزي حکومت په تېره (جون) میاشت کې په دغه هيواد کې د ماشومانو د ساتنې او روزنې پر نړيوالې ادارې ((سيو د چلډرن)) د پاکستان په ضد کار کولو په تور بنديز ولګاوه خو څو ورځې وروسته يې بېرته اجازه ورکړه چې کارونه پېل کړي.
دا اونۍ مو په سروې خپرونه کې د خېبر پښتونخوا له بنو ضلعې سره تعلق لرونکې عایشه رسول مېلمنه ده. عایشه رسول د نفسیاتي ناروغو زده کړې کړې دي او د یتیمانو ماشومانو وړیا نفسیاتي روزنه کوي. د دې تر څنګ عایشه رسول د خېرښېګړې کارونه کوي او د شمالي وزیرستان د کډوالو په نفسیاتو یې څیړنې هم کړې دي. د خپرونې کوربنه انیسه اجمل ده.
په ډېپلوماټ مجله کې دوو څېړونکو ترېدېوېش سېنګ میني او طاهر جاوېد ملک لیکلي، کله چې هم په جنوبي اسیا کې د پاکستان او هند د اړیکو ښه والي یا د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو زیاتوالي او پراخوالي خبره کېږي نو پوهان، څېړونکي او شنونکي د اروپايي ټولنې، شمالي امریکا او اسیان مثالونه ورکوي.
له مشال راډيو سره په خبرو کې دې وویل، چې دا د پنجاب له جهلم سره تعلق لري خو واده یې په دیامیر کې شوی دی، او په ټولنیزو زدکړو کې یې له پنجاب پوهنتونه ماسټري کړې ده.
؛ د خان قلات بېرته راتګ خو شاهد حکومت ته څه توپير ولري، لاکن د بلوچستان پر حالاتو به يې هېڅ اثر پرېنوځي؛.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته