له مشال راډيو سره په خبرو کې دې وویل، چې دا د پنجاب له جهلم سره تعلق لري خو واده یې په دیامیر کې شوی دی، او په ټولنیزو زدکړو کې یې له پنجاب پوهنتونه ماسټري کړې ده.
؛ د خان قلات بېرته راتګ خو شاهد حکومت ته څه توپير ولري، لاکن د بلوچستان پر حالاتو به يې هېڅ اثر پرېنوځي؛.
پښور: د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د بارانونو له وجې درې کسان وژل شوي دي او پنځه نور ژوبل شوي دي. د کرک ضلعې مرستیال کمېشنر نن (شنبه) مشال راډیو ته ویلي دي چې د کرک په داود شاه بانډه کې د یو کور راپریوتو په پېښه کې درې ماشوماني وژل شوي او پنځه کسان په کې ټپیان شوي دي. په خېبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د انتظام ادارې چارواکو نن مشال رادیو ته ویلي دي چې د پشکال بارانونو په صوابۍ، چارسدې او ملاکنډ کې ولاړو فصلونو ته زیان رسولې دي . په دې اړه د شبیرجان رپورټ واورئ.
ډاکټرسیف الرحمان وایي، په بلوچستان کې د ګوزڼ ضد څاڅکو انکاري کورنۍ په زرګونه دي، چې له کبله یې د ګوزڼ وایروس لاهم په دې صوبه کې شتون لري او هرکال ماشومان ځپي
د قبايلي سيمو صنعتکاران، تاجران او سوداګران له حکومته غوښتنه لري، چې په دغو سيمو کې د کاروبار لپاره ماحول جوړ کړي، د مختلفو کمرشل بينکونو څانګې پرانیزي او د دي ترڅنګ په موجوده بينکونو کې بهرني کرنسي کې د کاروبار کولو اجازه ورکړل شي.
په پاکستان کې د افغان طالبانو او د افغانستان حکومت استازو تر منځ په رسمي خبرو کې موافقه شوې چې تر روژې وروسته به په افغانستان کې د وینې تویونې د مخنیوي لپاره د یوه مېکانېزم پر جوړولو مفصلې خبرې کېږي.
د قانوني او سياسي چارو له څېړونکي افتخار ګيلاني نه وپوښتل نو هغه وويل که چرې دا تورونه په دې خلکو ثابت شو نو له دې به د ملک جمهوريت او سياست ته ډېر نقصان ورسي.
د ټانک اوبو ستونزو هواري لپاره د امریکا په مرسته د څلوېښتو میليونو ډالرو په لګښت د ګومل زام ډېم د پروسږ کال په جنورۍ مياشت کې د پاکستان پوځ د انجینيېرینګ شعبې فرنټیېر ورکس ارګنایزېشن «ايف ډبليو او» د واپډا محکمې ته د آزموينې لپاره سپارلی، خو له ټانکه د پا کستان قامي اسمبلۍ غړی داور خان کنډی وايي، چې په دغه پروژه کې زښته ډېرې بې قاعدګۍ شوې دي.
د پاکستان پوځ د انجینيېرینګ شعبې فرنټیېر ورکس ارګنایزېشن «ايف ډبليو او» د واپډا محکمې ته د آزموينې لپاره سپارلی، خو له ټانکه د پا کستان قامي اسمبلۍ غړی داور خان کنډی وايي، چې په دغه پروژه کې زښته ډېرې بې قاعدګۍ شوې دي.
د خېبر پښتونخوا په اسمبلي کې د جمعيت العلماء اسلام سره تعلق لرونکی غړي محمود احمد خان وايي چې له اپوزيشن سره د تعلق په بنا د صوبي واکمن تحریک انصاف ګوند د سیاسي رقابت له امله د ټانک خلکو د اوبو ستونزه نه هواروي
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته