د سولې پر لور دې خپرونه کې نن پر دي بحث شوی چې د سکول يا ښوونځيوو درسي کتابونه څنګه د تشدد په کمولو او يا هم د برداشت او تشدد په زياتولو کې رول لوبوي. د خپرونې کوربه بشيرګواښ دی او تاسي يې د هرې يکشنبې يا اتوار او هرې دوشنبې يا ګل په ورځو له مشال ريډيو اوريدلی شئ.
خيبر پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند مشر، د دې صوبې پخوانی وزیراعلی او د قامي اسمبلۍ غړی امیر حیدر خان هوتي وايي چې په ديرشمه جولايي به پر ځينو ځايونو کې د بلدیاتي ټاکنو په انتخاباتو کې برخه اخلي. اميرحيدر خان هوتي سره د مشال ريډيو همکار خالد خان مرکه کړې. دلته يې اوريدلی شئ.
د پښتونخوا ولسي تحريک مشر ډاکټرسیدعالم مسود وايي څه موده وړاندې په ټول ګوندېزه غونډه کې د نواز شريف کړې دا خبره دروغ ثابته شوي چې ويلي يې وو دې منصوبه کې به غربي لاره شامله وي چې د بلوچستان له پښتون مېشتو سیمو او پښتونخوا څخه به تېرېږي. نوموړي سره د مشال ريډيو همکار خداينور ناصر سره مرکه کړي.
د مشال راډيو په ځوانانو غږ خپرونه کې نن پر دې خبرې کوو چې د پاکستان او افغانستان پر زمکه د سولې او امن لپاره په روانو هلو ځلو کې د دې دواړو هيوداونو ځوانان په ځانګړې توګه د سوشل مېډيا يا ټولنېزو رسنېو د لارې څه رول لوبولی شي؟ موږ سره ميلمانه دي له شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی ليکوال او د عوامي نشنل ګوند د ځوانانو د څانګې مشر محسن داوړ او د افغان ځوانانو په نمايندګۍ د جرمني د هنور يا هنوفر پوهنتون د پي ايچ ډي زده کونکی او د سوشل مېډيا فعال محمد تنها. دوي دواړه پر دې عقيده دي چې پښتانه ځوانان پر خپله زمکه د سولې له خبرو ځکه ډډه کوي چې دوي سياسي پوهاوې نه لري او له خپل تاريخه بې خبره دي.
په دا ورستیو کې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان یو ځل بیا د لانجمن کالاباغ ډېم جوړولو په حق کې بیان ورکړی دی. خو پوښتنه دا ده چې د خېبر پښتونخوا، سیند او بلوچستان صوبايي اسمبلیو له لوري ښخ شوی لانجمن کالاباغ ډېم ولې ژوندۍ ساتل کېږي؟ په ځواب کې یې د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي مشر او پخوانی سېنېټر
په انګلیسي ژبه کې وايي «دنیا یو کلی دی» ریښتیا وايي، جنګونو د نورو افغانانو ترڅنګ د فلمونو لوبغاړي هم خواره واره کړل. که جنګونه او تحولات نه وای راغلي ښايي د کونډې زوی سیریال به لا هم پسې غځېدلی وای.
په داسې حال کې چې په خيبر پښتونخوا کې د روانې مياشتې پر دېرشمه نېټه پر شاوخوا ۳۵۰ بلدياتي څوکيو له نوې سره ټاکنې کېږي. خو جميعت علما اسلام، عوامي نېشنل پارټۍ او پيپلز ګوند ګډ اتحاد په ټوله صوبه کې د احتجاج اعلان کړی دی. دغه درې ګونديزه اتحاد تور لګوي چې د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبر پښتونخوا ح
پاکستان او چين د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو په نتيجه کې د سولې د هرډول ښوني تړون ضمانت ورکولو ته چمتووالى ښودلى.
د پاکستان پوځ پخوانی ویاند اطهر عباس وايي، د پخوا پرتله اوس د ولسي او پوځي ادارو تر منځ همغږي زیاته شوې ده چې له کبله یې حکومت او قانون پلي کوونکې ادارې په ښارونو کې د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې تر ډېره حده بریالۍ مالومېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته