د مشال راډيو په ځوانانو غږ خپرونه کې نن پر دې خبرې کوو چې د پاکستان او افغانستان پر زمکه د سولې او امن لپاره په روانو هلو ځلو کې د دې دواړو هيوداونو ځوانان په ځانګړې توګه د سوشل مېډيا يا ټولنېزو رسنېو د لارې څه رول لوبولی شي؟ موږ سره ميلمانه دي له شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی ليکوال او د عوامي نشنل ګوند د ځوانانو د څانګې مشر محسن داوړ او د افغان ځوانانو په نمايندګۍ د جرمني د هنور يا هنوفر پوهنتون د پي ايچ ډي زده کونکی او د سوشل مېډيا فعال محمد تنها. دوي دواړه پر دې عقيده دي چې پښتانه ځوانان پر خپله زمکه د سولې له خبرو ځکه ډډه کوي چې دوي سياسي پوهاوې نه لري او له خپل تاريخه بې خبره دي.
په دا ورستیو کې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان یو ځل بیا د لانجمن کالاباغ ډېم جوړولو په حق کې بیان ورکړی دی. خو پوښتنه دا ده چې د خېبر پښتونخوا، سیند او بلوچستان صوبايي اسمبلیو له لوري ښخ شوی لانجمن کالاباغ ډېم ولې ژوندۍ ساتل کېږي؟ په ځواب کې یې د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي مشر او پخوانی سېنېټر
په انګلیسي ژبه کې وايي «دنیا یو کلی دی» ریښتیا وايي، جنګونو د نورو افغانانو ترڅنګ د فلمونو لوبغاړي هم خواره واره کړل. که جنګونه او تحولات نه وای راغلي ښايي د کونډې زوی سیریال به لا هم پسې غځېدلی وای.
په داسې حال کې چې په خيبر پښتونخوا کې د روانې مياشتې پر دېرشمه نېټه پر شاوخوا ۳۵۰ بلدياتي څوکيو له نوې سره ټاکنې کېږي. خو جميعت علما اسلام، عوامي نېشنل پارټۍ او پيپلز ګوند ګډ اتحاد په ټوله صوبه کې د احتجاج اعلان کړی دی. دغه درې ګونديزه اتحاد تور لګوي چې د تحريک انصاف په مشرۍ د خيبر پښتونخوا ح
پاکستان او چين د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو په نتيجه کې د سولې د هرډول ښوني تړون ضمانت ورکولو ته چمتووالى ښودلى.
د پاکستان پوځ پخوانی ویاند اطهر عباس وايي، د پخوا پرتله اوس د ولسي او پوځي ادارو تر منځ همغږي زیاته شوې ده چې له کبله یې حکومت او قانون پلي کوونکې ادارې په ښارونو کې د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې تر ډېره حده بریالۍ مالومېږي.
ډاکټر مالک بلوڅ: که هغوی آزادي غواړي نو زه خو آزادي نشم ورکولای او نه هم آزادي د ورکولو يو څیز دی. زما په فکرچې بايد د پاکستان آيين »اساسي قانون« په چوکاټ کې دننه په جمهوري طريقه د بلوڅانو پېژندګلو، حيثيت، ساحل اووسايل د تر لاسه کولو مبارزه وشي.
ډاکټر راج ولي شاه خټک د لربر پښتنو د لېک لوست په قاعدو کې فعاله ونډه لرله او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو پښتو ژبې یوکولو کې یې غټه ونډه لرله.
پر يو بل د اوږدې بد اعتمادۍ وروستو افغانستان او پاکستان په دې پوهه شوي چې اوس دوی د خپلمنځي رابطو د بيا شلېدو توان نه لري.
نن د افغانستان په ګډون د پښتونخوا په ډېری برخو او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې کوچنی اختر لمانځل کېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته