د جسټس پراجېکټ پاکستان په خبره، له ۲۰۱۰ز څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې ۱۷۱ پاکستانیان په سعودي عرب او ۱۲ نور په نورو هېوادونو کې په بېلابېلو تورونو اعدام یا پانسي شوي دي.
مندوخېل څه وخت وروسته ورته د عدالت عملې وویل چې د پشتین د درخواست اورېدنه تر یوې اوونې پورې ځنډوي او اوس به یې د ډېسېمبر پر ۲۵مه کوي.
د ډېسېمبر پر ۱۵مه کمېشن پر ایکس پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې وویل چې د قامي او صوبایي اسمبلیو لپاره راتلونکي عام انتخابات د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر اتمه کېږي.
په افغانستان کې د یو اېن اېچ سي ار ویاندې کیرولاین ګلوک د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، هغه افغانان پر داسې مهال وطن ته ستنېږي چې د هغه هېواد بشري وضعیت وار له مخه خراب دی.
د پشتین وکیلانو اېمل مندوخېل او مصدق خټک مشال راډیو ته وویل چې عدالت هغه د ډېسېمبر پر ۱۴مه تر اورېدنې وروسته د ۱۴ ورځنیو پلټنو لپاره زندان ته ولېږداوه.
بلاول بوټو زرداري وکيلانو ته په وينا کې زياته کړه چې د ډېسېمبر پر ۱۲مه د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې پر پوځ د شوي برید او په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د موجوده ناکرارۍ لامل له ټي ټي پي سره د مذاکراتو پخوانۍ تګلاره ده.
د شپږ کسیزه جرګګۍ پینځو غړو د پخوانۍ پرېکړې ځنډولو په حق او یو یې په مخالفت کې رایه ورکړې ده. له دې سره سم، جرګګۍ په پوځي عدالتونو کې د ملکیانو د محاکمې د لغوه کولو پخوانۍ فیصلې عملي کېدل تر بل امر پورې ځنډولي دي.
خبرپاڼه وايي، په درابڼ کې د هغه بريد ذمه واري وسلوالې ډلې "تحريک جهاد پاکستان" منلې چې پکې "۲۳ امنيتي سرتېري ووژل" شول او لسګونه نور ژوبل شول. په خبرپاڼه کې دعوه شوې ده چې هغه وسلواله ډله له تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړاو لري.
نور وښیئ