د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه نېټه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په منظور کړي پرېکړه ليک کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی وو چې له پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي.
ایدي د جون پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې زیات مړي له هغو سیمو وروړل شوي، چېرې چې لوډشیډنګ زیات وي، خو د مړینې علت په اړه ډاکټران ویلې شي.
په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
هغه د جون پر ۲۴مه سېنېټ کې د خبرو په مهال وويل چې درې ورځې مخکې اعلان شوي، د عزم استحکام په نوم پوځي عمليات ځکه نه مني چې د ګټې پر ځای یې نقصان ډير دی
د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان، عمومي منشي یا سېکرټر عمر ایوب خان او اسد قیصر د پارلېمان ودانۍ مخې ته له خبریالانو سره په خبرو کې د عملیاتو مخالفت وکړ. قیصر د جون پر ۲۲مه د قامي اسمبلۍ په غونډه کې هم پر عملیاتو سخت انتقاد کړی وو.
د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په بیان کې ويلي دي چې د جون پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د ترهګرۍ پرضد د ملي تګلارې (نیشنل اېکشن پلان) په اړه د لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو کمېټۍ (اپېکس کمېټي) غونډې د هغو عملیاتو پیلول منظور کړل.
نور وښیئ