په پاکستان او ځانګړی توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د کمپیوټري خواندګۍ یا سواد په میدان کې ډیر کار نه دی شوی او وخت په وخت پر انټرنېټ بندیزونو د ځوان کهول تعلیمي او کاروباري هلې ځلې اغېزمنې کړېدي.
پر دې ورځ د مذهبي اقلیتونو ټولنې او د بشري حقونو فعالان په بېلابېلو ښارونو کې د لاریونونو او غونډو له لارې له حکومته د لږکیو د مسلو د هواري غوښتنه کوي.
د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ ویاند بیبر ګ بلوڅ د اګست پر نهمه په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې د پرلت پرمهال نیول شوې ډیری کسانو د خوشي کیدو لړۍ پیل شوې ده.
پي ډي اېم اې ویلي دي چې په راتلونکو دوو ورځو کې په مري، راولپېنډۍ، اټک، منډي بهاوالدین، سیالکوټ، ګجرات، ګوجراوالا، لاهور، اوکاړه، قصور، ساهیوال، خوشاب، فیصل اباد، سرګودا، نورپور تل او په نورو ضلعو کې له سیلۍ سره د باران امکان دی.
د بلوڅانو یووالي (یکجهتي) کمېټۍ د اګست پر شپږمه مشال راډیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي دي چې د اګست پر پینځمه او شپږمه یې په ګوادر کې له حکومتي پلاوي سره لیدلي او خپلې غوښتنې یې ورته وړاندې کړي دي.
د اګست پر درېیمه د مظاهرې ګډونوالو د سیند پر پولیسو او حکومت نیوکې وکړی او پر مظاهرینو یې تشدد او د هغوی نیول یې وغندل. په مظاهره کې د فعالانو ترڅنګ د پوهنتونونو او کالجونو استادانو او زده کوونکو هم ګډون وکړ. هغوی د بلوڅانو یکجهتي کمېټۍ په حق او د پولیسو مخالفت کې نعرې هم ووهلې.
نور وښیئ