د اګست ۳۰مې په لاریون کې د بې درکه بلوڅانو، سنديانو او نورو خلکو د کورنيو غړو او بشري حقونو فعالانو برخه اخيستې وه. لاريون د کلفټن له تين تلوار څخه تر پريس کلبه پورې وشو، چې پکې ګډونوالو د خپلو ورک شويو خپلوانو د خوشې کولو غوښتنې وکړې.
نیوټریشن انټرنېشنل یوه کینیډایي غیردولتي اداره ده چې له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې د صحي خوړو، خوارځواکۍ، د ویټامینونو او مینرالونو د کمبوت او دې سره تړلو نورو څانګو کې څېړنې او څارنې کوي.
د اګست پر ۳۰مه هر کال په نړۍ کې په زوره د تری تم شوو کسانو ورځ لمانځل کېږي. د دې ورځې مقصد د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې په جبري توګه د خلکو د تری تم کولو عمل درول او د بشري حقونو ساتنه ده.
پر دې مهال په زياترو لويو او وړو ښارونو کې دوکانونه او مارکېټونه د احتجاج په توګه تړل شوي دي.
په عین وخت کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اګست پر ۲۷مه په کوټه کې د بلوچستان له اعلا وزیر سرفراز بګټي سره شریکې خبري غونډې ته ویلي چې دوی په بلوچستان کې د پوځي عملیاتو اراده نه لري خو د ده په وینا، "د ترهګرو له مينځه وړلو لپاره به وفاقي حکومت د صوبايي حکومت د هرې پرېکړې ملاتړ کوي."
په سیمه کې د شیعه ګانو د کېمپ مخې ته نښته وشوه او هغه مرګژوبله یې واړوله. دواړو فرقو پر یو بل د حملې ذمه واري اچولې ده. د سيند حکومت هم د پېښې نوټس اخیستی او د پولیسو څخه یې رپورټ غوښتی دی.
د پاکستان او بنګلادېش ترمنځ د ټیسټ کرکټ دا لوبه د اګست پر ۲۱مه د پنجاب په راولپنډۍ کې پیل شوې وه او د اګست پر ۲۵مه په وروستۍ ورځ د بنګلادېش په بریا پای ته ورسېده.
کمېټۍ دا پرېکړه د اګست په ۲۲مه په اسلام اباد کې په يوه غونډه کې وکړه چې د د ماليې وزير محمد اورنګزېب يې مشري کوله.
نور وښیئ