نوموړي د سېپټېمبر پر ۱۹مه، په کراچۍ کې له کډوالو سره د لیدو پر مهال په وینا کې وویل چې په دې اړه د اسلام اباد تګلاره نه بدلېږي. "اوس هم زموږ د حکومت دا پالیسي ده چې دلته کوم کډوال په ناقانونه توګه اوسي، باید خپل هېواد ته ولاړ شي. موږ د ناقانونه کډوالو د ایستلو بهیر پر مخ وړو."
د عمرکوټ انتظامي مشر نوید لاړک مشال راډیو ته وویل چې د ښار اوسېدونکو په ځايي هدیره کې د ډاکتر شاهنواز د ښخولو اجازه ور نه کړه چې تر هغې وروسته یې پلار پر خپله شخصي ځمکه خاورو ته وسپاره.
په اساسي قاون کې د بدلون مسوده چې مشال راډیو ترلاسه کړی، د سپریم کورټ د مشر د درې کلنې دورې ټاکل او د عدالتونو د واکونو محدودول یې تر ټولو مهم ټکي دي.
بلوڅې دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د سېپټېمبر پر ۱۰مه اعلان وکړ چې د ترهګرۍ د زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي او په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره مستقیمې خبرې پیلوي.
د سیو دي چیلډرن د پاکستان دفتر مشر خرم ګوندل وايي، د پشکال د بارانونو او سیلابونو له وجې د سېپټېمبر تر څلورمې نېټې پورې له ۱۵۰ زیات ماشومان مړه شوي او له ۲۰۰ زیات ژوبل شوي دي
تحریک انصاف ګوند وایي، پولیسو د سېپټېمبر پر نهمه بیرسټر ګوهر او د ګوند نور مشران د پارلېمان ودانۍ سره نېږدې ونیول. ګوند پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د مشرانو نیول یې ناقانونه دي. دوی دا اقدام پر جمهوریت حمله بللې ده.
نور وښیئ