پولیسو او ځايي کسانو رسنیو ته ویلي چې د مستونګ لک پاس سیمې ته نږدې د لاریون پر امنیت ساتلو ګمارل شویو رضاکارو له یو مشکوک کس څخه د تلاشۍ اخیستو هڅه وکړه خو هغه چاودنه وکړه.
دوی د سلګونو کسانو په شمېر کې د مارچ پر ۲۸مه د بلوچستان له وډ سیمې نه د کوټې پر لور روان شوي دي. دوی د مارچ پر ۲۹مه له مستونګ نه مخکې خپل سفر پیل کړی دی.
د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن مشر اسد اقبال بټ د مارچ پر ۲۷مه د کراچۍ د خبريالانو په مرکز کې خبري غونډې ته وويل چې په بلوچستان کې ولس له سوله ييزې لارې غوښتنې کوي خو "رياست يي پر ضد طاقت" کاروي او هغوی "ترهګر" بولي.
سردار اختر جان مېنګل د مارچ پر ۲۶مه په ویډیو پیغام کې ویلي، د مارچ پر ۲۸مه د بلوچستان له وډ سیمې څخه لاریون پیلوي او تر کوټې به ورته دوام ورکوي.
د بلوڅ مېشتې ضلعې مستونګ انتظامي مشر زوهېب کبزي مشال راډیو ته وویل، وسلوالو د مارچ پر ۲۶مه شپې مهال د کوټې او کراچۍ ترمینځ پر سړک پر یو ګاډي برید کړی دی چې پکې د سي ټي ډي یو سرتېری او یو ولسي وګړی وژل شوي او د پولیسو بل سرتېری ژوبل دی.
د بلوڅو د یووالي کمېټۍ مرکزي غړي صبغت الله شاه د مارچ پر ۲۲مه شپې ناوخته په یو ویډیویي پیغام کې تور پورې کړ چې پولیسو او د رياستي ادارو کارکوونکو پر سریاب سړک پر احتجاجیانو ډزې کړې دي، اوښلن ګیس ورباندې پاشلی او د دوی "ګڼ پلويان يې ژوبل" کړي دي.
د پاکستان اج نیوز او اې ار وای نیوز ټېلېوېژنونو او نورو رسنیو د پولیسو او ضلعي چارواکو په حواله وايي چې وسلوالو د مارچ پر ۲۲مه شپې مهال د نوشکي په غریب اباد کې د پولیسو پر ګاډي ډزې وکړې او څلور سرتېري یې ووژل.
یادې کمېټۍ د مارچ پر ۲۲مه پر ایکس پاڼه لیکلي چې پولیسو او انتظامیې د دوی د وژل شویو کسانو مړي هم په تحویل کې اخیستي دي.
له پاکستانه د بلوچستان د بېلتون لپاره جنګېدونکې دې ډلې د مارچ پر ۱۴مه ناوخته په یو بیان کې وویل، د پاکستان دا امنیتي کسان یې ځکه وژلي دي چې د دوی په وینا، پاکستاني ریاست ته یې د بندیانو تبادلې لپاره ورکړی وخت ختم شو خو پاکستان ورباندې عمل ونه کړ.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته