د تحریک انصاف بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي پر ضد د ۱۹۰ میلیونه پاونډو یا د القادر ټرسټ د مقدمې پرېکړه په درېیم ځل وځنډول شوه.
د احتساب عدالت قاضي ناصر جاوېد رانا ویلي و چې پرېکړه به د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه اعلانوي، خو بیا یې وویل چې عمران خان او بشرا بي بي عدالت ته حاضر نه شول، ځکه یې د پرېکړې اعلانول وځنډول. هغه د پرېکړې د اعلانولو لپاره نوې نېټه د جنورۍ ۱۷مه وټاکله.
عدالت په دې قضیه کې پرېکړه د ۲۰۲۴ز کال د دېسېمبر پر ۱۸مه خوندي کړې وه او د اعلانولو لپاره یې د دېسېمبر ۲۳مه نېټه ټاکلې وه، خو پرېکړه یې اعلان نه کړه او بیا یې د جنورۍ شپږمه نېټه وټاکله. خو د جنورۍ پر شپږمه هم پرېکړه اعلان نه شوه، او د جنورۍ ۱۳مه نېټه وټاکل شوه. اوس یې یو ځل بیا د پرېکړې د اعلانولو لپاره د جنورۍ ۱۷مه نېټه ټاکلې ده.
عمران خان او د هغه مېرمن د تېر کال د فرورۍ پر ۲۷مه نېټه په دې قضیه کې تورن شوي وو. په دې تور دي چې د یو شخصي ښارګوټي "بحریه ټاون" مالک ملک ریاض څخه د ۵۰ اربه روپیو قانوني کولو لپاره د اربونو روپیو ارزښت په سلګونو کنالونو ځمکه ترلاسه کړې ده.
په قضیه کې ویل شوي دي چې د ملک ریاض ۱۹۰ میلیونه پاونډه په برېتانیا کې د تورې پیسې په نوم کنګل شوې وې او پاکستان ته لېږل شوې وې. هغه وخت په پاکستان کې د تحریک انصاف حکومت و، او عمران خان د ملک لومړی وزیر و. هغه د کابینې په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې دغه پیسې د دولتي خزانې پر ځای د سپریم کورټ لخوا په ملک ریاض لګول شوې جرمانې په مد کې جمع شي، او په بدل کې یې د خپل خیراتي بنسټ "القادر ټرسټ" لپاره ۲۴۰ کناله ځمکه ترلاسه کړه.
عمران خان او د هغه مېرمن دغه تورونه ردوي. د دې قضیې اورېدنه په اډیاله زندان کې ترسره شوه، چېرته چې عمران خان د تېر یو نیم کال راهیسې بندي دی. د دې قضیې پرېکړه به هم په اډیاله زندان کې په هغه کوټه کې اورول کېږي چې لنډمهاله محکمې ته ځانګړې شوې ده.
د جنورۍ پر ۱۳مه نېټه د احتساب عدالت قاضي ناصر جاوېد رانا په عدالت کې موجودو کسانو ته وویل، چې هغه د سهار له اته نیمو بجو راهیسې حاضر دی، خو عمران خان، د هغه مېرمن او وکیلان عدالت ته حاضر نه شول، ځکه یې پرېکړه اعلان نه کړه. هغه وویل:"بشرا بي بي د پرېکړې د اعلان په اړه خبره وه خو عدالت ته حاضره نه شوه. تحریک انصاف بنسټګر ته دوه ځله پیغام واستول شو چې محکمې ته راشي، خو هغه هم حاضر نه شو. ما سره لاسلیک شوې پرېکړه شته. تورنو کسانو ته د محاکمې په جریان کې ډېر فرصتونه ورکړل شوي دي."
د عدالت چارواکو خبریالانو ته وویل چې عمران خان د زندان ادارې ته ویلي، تر هغه به عدالت ته حاضر نه شي، ترڅو چې د هغه وکیلان او د کورنۍ غړي هلته نه وي حاضر شوي. ټاکل شوې وه چې پرېکړه د سهار په ۱۱ بجو اعلان شي، خو قاضي په ۱۰ نیمو بجو د پرېکړې د ځنډولو اعلان وکړ.
بشرا بي بي د شپې له ۱۱ بجو لږ وروسته اډیاله زندان ته ورسېده، خو زندان ته نه ده ننوتې او د پرېکړې د ځنډېدو په اړه د خبرېدو وروسته له هغه ځایه روانه شوه. د عمران خان خويندې عليمه، نورین او عظمی خان هم د ګډون لپاره اډیاله ته رسېدلې وې.
د تحریک انصاف سیکرټري جنرل بیرسټر سلمان اکرم راجا هم زندان مخې ته موجود و. د قامي احتساب بیورو (نیب) لخوا پراسیکیوټر چوهدري نذر او د بیورو د قانوني ټیم غړي عرفان احمد، سهیل عارف او اویس ارشد هم زندان ته رسېدلي وو. د دې پرمختګ په غبرګون کې، د تحریک انصاف موجوده مشر بیرسټر ګوهر علي خان ټینګار وکړ چې د پرېکړې ځنډول د کومې معاملې پایله نه ده.
هغه وویل: "دا هڅه کېږي چې دا تاثر ورکړي چې معامله کېږي. هېڅ معامله نه کېږي."