د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


پوځي سرتېري په شمالي وزیرستان کې ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
پوځي سرتېري په شمالي وزیرستان کې ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې په عملیاتو او نښتو کې د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مارچ پر ۲۷مه په بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو هغه مشکوک وسلوال د مارچ پر ۲۶مه او ۲۷مه د "استخباراتي معلوماتو پر اساس" په څلورو بېلا بېلو عملیاتو او نښتو کې وژلي دي.

بیان وايي، د شمالي وزیرستان په میرلي کې په دوو جلا، جلا عملیاتو کې اته مشکوک وسلوال ووژل شول.

ای اېس پي ار وايي، د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمینځ په نښته کې دوه مشکوک وسلوال ووژل شول.

د پوځ بیان وايي چې سرتېرو د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې په عملیاتو کې یو سرتېری وواژه.

ای اېس پي ار په عملياتو او نښتو کې امنيتي سرتېرو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان پوځ په هغو پېښو کې وژل شوي ټول کسان "خوارج" بللي. پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.

ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

ایا د پاکستان پوځ بیا د عملياتو تیاری کوي؟ بریالي به شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:00 0:00

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو او نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

پوځ تر دې مخکې د مارچ ۲۲مې او ۲۳مې ترمینځ شپې مهال په شمالي وزیرستان کې د ۱۶ مشکوکو وسلوالو او د مارچ پر ۲۰مه یې په ډېره اسماعیل خان کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو" کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعاوې کړې وې.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د ټي ټي پي او بي اېل اې په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مرکزي دفتر د مارچ پر ۱۹مه په خپل راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې پر پولیسو ټولې ۶۸ حملې شوې دي چې پکې ۲۶ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په خپل دفتر کې د "قرارداد پاکستان" ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.

تر دې مخکې د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG