په پاکستان کې لسګونه افغان خبریالان وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې بېلابېلې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې ګالي او د نوې هوکړې عملي کېدو ته په تمه دي.
سازمان د جون پر ۱۳مه په خپل راپور کې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د مرستو پر کمېدو اندېښنه ښوولې او د دې د بدو پایلو خبرداری یې ورکړی دی.
د خوست سپیرې ولسوالۍ اړوند د افغانۍ دوبۍ سیمه کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، چې له دوی سره د نړیوال خوراکي پروګرام، یو این ایچ سي ار او نورو نړیوالو بنسټونو لخوا د مرستو درې میاشتنیو قراردادونو انديښمن کړي دي.
په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز الدین احمدي مشال راډیو ته وویل چې چاودنه په جومات کې شوې ده چې ښايي زیاته مرګژوبله ولري.
د صبریو لیونخېلو سیمه له خوست ښاره شاوخوا ۴۵ کیلوميټره لېرې ده او په تېرو دوه لسیزو کې سختو جګړو او ناامنیو ځپلې ده.
رویټرز اژانس د سرچینې په حواله وايي چې د قطري وزیراعظم او د طالبانو د مشر ترمینځ د خبرو یوه موضوع له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د ترینګلتیا ختمولو په اړه وه.
اروپايي ټولنې، ملګروملتونو، نړیوال بانک او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازو د مې پر ۲۶مه د ترکمنستان په مرکز عشق اباد د هغو هیوادونو او سازمانونو څلورمې غونډې په پایې کې له طالبانو غوښتنه وکړه چې د نجونو او ښځو پر زدهکړه او کار لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي.
د افغانستان په څه باندې ۴۰ کلنه ناکرارۍ او جګړه کې سلګونه زره کسان د ځمکلاندې بمونو په چاودنو، هوايي بمباریو، ځانمرګو بریدونو او د تاوتریخوالي په نورو پېښو کې معذوره شوي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته