د تړون له مخې، د هند زیارت کوونکي له وېزې پرته پاکستان ته سفر کولای شي او د دربار صاحب ګوردوارې زيارت تللی شي. کرتارپور د راوي سیند پر غاړه د هند پولې ته نېږدې په پاکستان کې پروت کلی دی او هلته د سېکانو یوه ګوردواره ده چې پکې د سېکانو دیني پېشوا بابا ګورو نانک د خپل ژوند وروستي ۱۸ کلونه تېر کړي ول.