د پولیو د مخنیوي پروګرام چارواکي وايي چې روان کال د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۲۰ پېښې په بلوچستان کې ثبت شوې دي.
مولانا فضل الرحمان وويل "یو طرف ته حکومت زموږ سره خبرې کوي او بل لوري ته زموږ پارلېماني غړي تښتول کېږي. زموږ د ګوند ځینې استازي دا مهال تښتول شوي دي، د هغوی بچي زموږ په کور کې ناست دي. یو استازي ته دړکې ورکړل شوي او بل ته د رشوت وړاندیز شوی دی."
د سیند حکومت ویاندې سعدیې جاوېد د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر عدالت ته لیک استولی دی او ورڅخه یې غوښتي دي چې د یو قاضي په مشرۍ دې عدالتي کمېشن جوړ کړي.
د مسلم لیګ (ن) رهبر میا نواز شریف د اکتوبر پر ۱۶مه په لاهور کې په خپل کور کې مولانا فضل الرحمان، ولسمشر اصف علي زرداري، د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري او ځینې نورو وزیرانو ته ډوډۍ کړې وه چې پر مهال یې په ایین کې د ۲۶م ترمیم په اړه پر حکومتي پلان خبرې وشوې.
د غونډې ګډونوالو له "محافظتي اقداماتو، یو اړخیزو بندیزونو او سوداګریزو محدودیتونو" سره مخالفت وښود چې په وينا يې، "ګڼ اړخیز سوداګریز نظام کمزوری کوي او د پایداره یا دوامداره نړیوال پرمختګ مخه نيسي."
دا اعلان د اکتوبر پر ۱۵مه په کراچۍ کې د پیپلز ګوند په دفتر بلاول هاوس کې د هغه ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري او د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان تر ملاقات وروسته ګډې خبري غونډې ته وکړ.
د چين وزیراعظم لي چيانګ غونډه کې ګډون لپاره پرون اسلام اباد ته رسېدلی دی. د نورو غړيو هېوادونو ( قزاقستان، ازبکستان، قیرغیزستان، تاجکستان، هند، ایران، بېلاروس او روسیې لوړپوړي چارواکي) به هم په سرمشريزه کې برخه اخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې چینايي وزیراعظم به د اکتوبر له ۱۴مې څخه تر ۱۷مې پورې د سفر پر مهال د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون ترڅنګ له ولسمشر اصف علي زرداري، پارلېماني مشرانو او پوځي مشرتابه سره هم وګوري.
نور وښیئ