د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان زیاتوي چې چینايي وزیراعظم به د اکتوبر له ۱۴مې څخه تر ۱۷مې پورې د سفر پر مهال د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون ترڅنګ له ولسمشر اصف علي زرداري، پارلېماني مشرانو او پوځي مشرتابه سره هم وګوري.
د جسټس پراجیکټ پاکستان د راپور له مخې د پاکستان عدالتونه په ۳۱ جرمونو کې خلکو ته د مرګ سزاوې اوروي.
د سازمان تر مخه، په کال ۲۰۲۳ز کال کې ۱۶۵ ښځې او ۶۵ سړي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۰ ښځې او ۲۱ سړي وژل شوي دي. د دوی په وینا، په صوبه کې د ناموسي وژنو تر ټولو زیاتې پېښې په جیکب آباد ضلع کې ۵۷ پېښې شوې دي.
هغه د اکتوبر پر نهمه په خپره کړې ويډيو کې وويل چې له هغو دوو وژل شويو انجینرانو سره یې په دې اړه خبرې کولې چې پاکستان ته د انرژۍ په برخه کې د ورکړي قرض شرطونه اسانه کړي.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۶ پېښې، په بلوچستان کې ثبت شوې دي. د ادارې په خبره، چې له دې پرته د ګوزڼ ۱۰ پېښې په سیند، په خیبر پښتونخوا کې څلور او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
سازمان د اکتوبر پر اتمه په بیان کې ویلي دي چې دا بندیز د سوله ییزو احتجاجونو او د لږکیو ډلو د فعالانو حقونو ته سپکاوی دی. سازمان غوښتنه کړې چې حکومت باید په سمدستي توګه دغه بندیز لرې کړي او د پي ټي اېم د فعالانو او احتجاج کوونکو د ځورونو مخه ونیسي.
بلوڅې د اکتوبر پر اوومه په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې نیویارک ته یې سفر کاوه ترڅو د ټایم مجلې لخوا په یوه نړیواله غونډه کې برخه واخلي، چېرته چې هغې د بشري حقونو په اړه سوله ییزې مبارزې لپاره بلنه ترلاسه کړې وه، خو چارواکو څلور ساعته په هوايي ډګر کې ودروله او د سفر اجازه یې ور نه کړه.
د اکتوبر پر اوومه سپیشل مجسټرېټ سردار محمد اصف او اسېسټنټ کمېشنر عبدالله د پښتونخوا هاوس مرکزي دروازه د یو کاغذ په لګولو بنده کړه چې پرې لیکل شوي ول چې "پښتونخوا هاوس د ودانیو د قواعدو خلاف ورزي په بنیاد تړل شوی."
تر کنفرانس وروسته په خپره شوې اعلاميه کې په منځني ختيځ کې د سمدستي اوربند غوښتنې ترڅنګ د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان (او ای سي) ته ويل شوي چې د فلسطين پر حالاتو دې د خبرو لپاره بېړنۍ غونډه وبلي.
نور وښیئ