په افغانستان کې د دفاع وزارت چارواکي وايي چې په شمال کې د نا امنیو د تداوم په مقصد د سیمې استخبارات او د مخدره توکو قاچاق وړونکي د دولت له مخالفو وسله والو څخه مالي او نظامي ملاتړ ترسره کوي.
د پاکستان جماعت اسلامي مشر سراج الحق وايي چې د هغوی ګونډ قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا ګډولو ملاتړ کوي او په دې اړه یې د نومیر پر دویمه نیټه ټول ګوندیز غونډه رابللې ده. سراج الحق دا څرګندونې د مشال راډیو په اونیزه خپرونه د مشال مرکه کې کړې دي. کوربه خالد خان دی.
د مشال راډیو د ټوکو ټکالو اونیزه خپرونه چې په کوټه کې یې هنرمند امان الله ناصر له خپلو نورو همکارانو سره یو ځای جوړوي.
ه پاکستان کې څلویښت زره ښځې د سینې سرطان څخه مري او هرو نهه ښځو کې یوه یې د سینې کېنسر ناروغه وي چې ډېری یې د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو دي.
په پاکستان کې د صحت محکمې چارواکي وايي، چې په ټولنه کې اوس هم داسې خلک شته چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه ورکول غواړي.
په داسې حال کې چې په پاکستان کې راغلې د اکتوبر د ۲۶ مې زلزلې د خيبرپښتونخوا په يو شمېر سيمو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي، په هغه صوبه کې له نويو جوړو شوي ځايي حکومتونو تمه کېدای شي چې په مرستندويه هلو ځلو کې زياته ونډه ولري.
د روانې مياشتې په شپږويشتمه نېټه راغلې زلزلې که يو خوا د عامو خلکو کورونه ړنګ کړي او زيان یې ورته رسولی نو بل اړخ ته یې په خېبرپښتونخوا کې د ۸۰۰ زیاتې تعليمي ادارې هم زيانمنې کړې دي چې پکې شاو خوا ۱۰۰ سکولونه په مکمله توګه تباه شوي دي، دې سره سره د سوات پوهنتون پشمول يو شمېر داسې تعليمي ودانۍ هم شته چې په دېوالونو کې درزونه راغلي او خطرناک ګرځول شوي دي.
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف نن (چارشنبه) په پېښور ګورنر هاوس کې خبریالانو ته وویل چې صوبايي او مرکزي حکومت به په شریکه له زلزله ځپلو سره مرسته کوي.
په پاکستان کې د راغلې زلزلې له امله د مړو شمېر لږ تر لږه دوه سوه پنځه پنځوس ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې د راغلې زلزلې له امله د مړو شمېر لږ تر لږه دوه سوه پنځه پنځوس ته رسېدلی دی. دا خبره د پاکستان د قدرتي افتونو د انتظام ادارې ویاند احمد کمال نن( چارشنبه) مشال راډیو ته وکړه. ده وویل، د وژل شوو تر څنګ ۱۶۰۰ کسان ټپیان شوي هم دي. احمد کمال وویل چې په پاکستان کې تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه د خیبر بښتونخوا په سوات او چترال کې رامنځ ته شوي دي. بل پلو د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د انتظام ادارې له خوا خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه د ۲۰۸ کسانو مړینه تاید شوې ده. پاکستاني چارواکي وايي چې په غرنیو سیمو کې د سړکونو او پلونو د له منځه تلو له کبله د لټون او مرستو لړۍ له خنډ سره مخامخ ده. د چترال یو ځايي چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دوی په سیمه کې شاوخوا اتیا زره کسان د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري.
د روانې میاشتې پر ۲۶مه په پاکستان او افغانستان کې په راغلې زلزله کې په سلګونه کسان وژل شوي او په زرګونه ژوبل دي.
ډېره اسماعیل خان: په جنوبي وزیرستان کې له وسله والو سره د یو نښتې پر مهال د پاکستان د ایف سي ځواک لږ تر لږه اووه عسکر وژل شوي دي. دا پېښه د سېشنبې په شپه د جنوبي وزیرستان د انګور اډې په سیمه کې و ډيورنډ کرښې ته نژدې رامنځ ته شوې ده. د پاکستانیو چارواکو په وینا ، د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځه نښته شوې چې اوه عسکر پکې وژل شوي او دوه بې درکه شوي دي. د استخباراتي ادارې یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې وسله والو د پاکستانیو ځواکونو پر یوه پوځي پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې یې د سهار تر څلورو بجو نښته جاري وه. په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو د مجلس عسکري ډلې ویاند عبدالله وزیرستاني له نامالومه ځایه د ټلیفون له لارې مشال راډیو ته وویل چې دا برید دوی کړی دی او هغه تر یاده شوې د زیاتې مرګې ژوبلې ادعا وکړه. په دې اړه د سېلاب محسود رپوټ دلته واورئ
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته