د دې پروګرام ځانګړنه دا ده چې د ملاله فنډ ټرسټ تر سیوري لاندې شروع شوی دی او د پاکستان حکومت هم ورته فنډ ورکړی دی.
په کوټه کې د مشال خبریال خدای نور ناصر د محمد اسلم ولسيار شهيد له مورکۍ حضرت خور بي بي اڅکزۍ سره خبرې کړې
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو کارکوونکی ولسيار چې په ۷ اکتوبر ۱۹۸۳ عیسوي کال کې يې د ډيموکراسۍ په حق کې په يوه لاريون کې په خپله سینه کې مرمۍ سړې کړې، او په ۱۴م اکتوبر ۱۹۸۳ کې يې ساه ورکړه. هر کال د ولسيار په شمول د هغې ورځې د نورو شهيدانو او د ۱۱م اکتوبر ۱۹۹۱ عیسوي کال د شهيدانو تلين چې «په کوټه کې
د پاکستان سپریم کورټ د سلمان تاثیر وژونکي ممتاز قادري ته د مرګ سزا پر ځای ساتلې ده. سترې محکمې د اسلام اباد های کورټ هغه پرېکړه رد کړې ده په کوم کې چې د ممتاز قادري له مقدمې د ترهګرۍ دفعه لرې شوې وه. دا پرېکړې د چارشنبې پر ورځ د سپريم کورټ د چيف جسټس آصف سعيد کوسه په مشرۍ کې درې کسیزې جرګګۍ د ممتاز قادري د مقدمې د اورېدنې پر مهال کړې دي. ممتاز قادري د ۲۰۱۱م کال د جنورۍ پر څلورمه نېټه د پنجاب صوبې د هغه وخت ګورنر سلمان تاثیر په اسلام اباد کې وژلی وو. د سلمان تاثیر ساتونکي ممتاز قادري وروسته وویل چې ګورنر سلمان تاثیر یې له دې کبله وواژی چې هغه د پاکستان په ناموس رسالت قانون کې د بدلون غوښتنه کړې وه.
د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وايي ترهګرۍ د دوی صوبه تر ټولو زیاته ځپلې ده. نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په خپل دفتر کې له افغانستانه ورغلیو خبریالانو ته وکړې. اسد قیصر دا هم وویل چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د ښو ساتلو لیواله دی او دوی له افغانستان سره خرابې اړیکې نشي زغملی. په دې موقع افغان خبریالانو وویل ځیني پاکستاني رسنۍ د افغانستان د پېښو ناسم راپورونه خپروي. دوی دا هم وویل چې افغان تلویزونو ته په پاکستان کې د خپرونو د ښودلو اجازه هم په اسانه نه ورکول کېږي.
''له تېرو پنځلس کلونو راهیسې د امن په نوم کارکوونکي خلک ډېر په بېدردۍ سره ووژل شول، نه خوحکومت مخکې او نه یې اوس د دې کمیټیانو د غړو لپاره څه ګامونه پورته کړي دي''
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي خوښي څرګنده کړه چې د سپين غر بازانو ټيم په یاده سیالۍ کې تر نورو سر ته راووت،
د پېښور چارواکو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه ورکولو له وجې د دوو کونسلرانو د نیولو حکم ورکړی دی.
د پېښور چارواکو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه ورکولو له وجې د دوو کونسلرانو د نیولو حکم ورکړی دی. د پېښور اسسټنټ کمیشر ممتاز خان د شنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د لړمې او اوډاک سیمو دوو منتخب شوي کونسلرانو سلیم او منهاج نه خو خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول بلکې نور خلک یې هم د څاڅکو له ورکولو منع کول، نو ځکه د هغوي د نیولو حکم ورکړل شوی دی. نوموړي ویلي دي چې که په راتلونکي کې څوک هم د ګوزڼ ضد څاڅکې ماشومانو ته ورنکړي نو هغوي به هم نیول کېږي. بلخوا چارواکو دا هم ویلي چې په پېښور کې به له راتلونکې لسمې نیټې د ګوزڼ ضد څلور ورځنې مهم پیلېږي. په دې اړه د شبیر احمد جان رپورټ دلته واورئ.
د شمالي وزيرستان رزمک کېډټ کالج چې په سيمه کې د ناامنيو له وجې بند شوی وو شپږ کاله وروسته بيا پرانستل شو.
د شمالي وزيرستان رزمک کېډټ کالج چې په سيمه کې د ناامنيو له وجې بند شوی وو شپږ کاله وروسته بيا پرانستل شو. چارواکو مشال راډيو ته ويلي دي چې په سختو امنیتي تدابېرو کې په ۲۴ ګاړو مشتمله د زده کوونکو قافله بېګا ماښام ناوخته رزمک ته رسېدلې ده. د رزمک اوسيدونکی ملک جليل خان مشال راديو ته وويل چې د ياد کېډټ کالج پر خلاصېدو د سيمې خلک ډېر خوشاله دي او زده کوونکو يې تود هرکلی کړی. د رزمک اوسيدونکو له حکومته غوښتي چې په رزمک کېډټ کالج کې د دوی کوټه ور زياته کړل شي. دغه کالج په دوه زره نهم کال کې د ناامنيو له وجې لومړی پېښور ته او وروسته بيا نوښار ته منتقل کړل شوی وو.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته