پراګ : د ټول پاکستان د هندوانو د حقونو غورځنګ وايي ، په حکومتي کچه د دوی نظریې او عقیدې ته احترام نه کېږي. دا خبره د یاد غورځنګ مشر هارون سربديال د شنبې په ورځ مشال راډیو ته د یو مرکې پر مهال وکړه. هارون سربدیال وویل ، دوی ځکه خپل کلتور او مذهبي رسومات له لاسه ورکړي دي چې د ده په وینا د عبادت ځايونه یې په سکولونو او هوټلونو بدل شوي دي. نوموړی وايي دا څنګه نظرياتي ملک دی چې د نورو نظريو او عقيدو ته په کې احترم نه ورکړل کيږي. ده وویل ، د پاکستانيو مسلمانانو ښځو لپاره دارلامان ، ماشومانو لپاره يتيم خانې ، د ديني زده کړو لپاره مدرسې او سکولونه شته او د اقليتونو لپاره هيڅ داسې څه نه شته. د ټول پاکستان د هندوانو د حقونو غورځنګ له مشر هارون سربدیال سره د مشال راډیو اسرار عالم مومند مرکه کړېده. د هارون سربدیال مرکه دلته واورئ
پراګ: د تعليم مبارزې او د سولې د نړيوالې جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ پر ژوند جوړ شوی د انګريزي ژبې دستاويزي فلم پرون د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې نندارې ته وړاندي شو.
پراګ: د تعليم مبارزې او د سولې د نړيوالې جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ پر ژوند جوړ شوی د انګريزي ژبې دستاويزي فلم پرون د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې نندارې ته وړاندي شو. د دې دستاویزي فلم نوم دی ، هغه زما نوم ملاله کښېښود – He named me Malala . اوس پوښتنه دا ده چې د دې فلم د وړاندې کېدو هدف څه دی او په دې کې څه ښودل شوي دي ؟ د مشال راډیو عبدالحي کاکړ د ډيوه راډيو له مشر نفيس ټکر سره مرکه کړې ده. د نفیس ټکر مرکه دلته واورئ پراګ: د تعليم مبارزې او د سولې د نړيوالې جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ پر ژوند جوړ شوی د انګريزي ژبې دستاويزي فلم پرون د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې نندارې ته وړاندي شو. د دې دستاویزي فلم نوم دی ، هغه زما نوم ملاله کښېښود – He named me Malala . اوس پوښتنه دا ده چې د دې فلم د وړاندې کېدو هدف څه دی او په دې کې څه ښودل شوي دي ؟ د مشال راډیو عبدالحي کاکړ د ډيوه راډيو له مشر نفيس ټکر سره مرکه کړې ده. د نفیس ټکر مرکه دلته واورئ
پېښور: د خيبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مذهبي لږکیږ – اقليتونو – يو غړي پر حکومت نيوکه کړې ده چې په بنو ښار کې د عيسويانو د چرچ يا کليسا د امنيت په ساتلو کې ناکامه شوی دی. په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف پر حکومت دا نیوکه عسکر پرویز د جمعې په ورځ د اسمبلۍ په غونډه کې کړېده. عسکر پرویز وايي ، د خیبر پښتونخوا حکومت بايد په ټوله صوبه کې د لږکيو عبادت خانو ته د ډاډ وړ امنیت ورکړي. نوموړي د اسمبلۍ په غونډه کې له وینا وروسته مشال راډیو ته وویل چې دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د خیبر پښتونخوا ټولو کلیساوو ، مندرو او ګوردوارو ساتنه دي باوري کړي. د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کې عيسويان ادعا کوي چې پوليسو ورته ويلي چې د چرچ امنيت يې نشي ساتلی، خو په دې اړه نه پوليسو څه ويلی دي او نه هم پرون د اسمبلی په غونډه کې د صوبايي حکومت لخوا څه ځواب ورکړل شو. په دې اړه نور تفصیل د غلام غوث په رپوټ کې واورئ
بنو: د شمالي وزيرستان د خيسور سيمي اوسېدونکي وايي حکومت ورته ويلي چې له رزمکه نيغ په نيغه کورونو ته نشي ستنېدای بلکې لومړی دي بنو ښار ته ورشي او ځانونه دي رجسټر کړي. دا په داسې وخت کې ده چې له شمالي ورزيرستانه د پوځي عملياتو له کبله د بې کوره کړل شوو خلکو د ستنولو په بل پړاو کې دا وخت د خيسور د اوسېدونکو د تګ لړی روانه ده. دې بې کوره کړل شوو خلکو نن مشال راډیو ته وویل چې حکومت باید دوی ته اجازه ورکړي چې له رزمکه نيغ په نيغه خپلې سیمې خيسور ته ستانه شي. دوی وویل ، په رزمک کې د کډوالو په توګه که نور څه نه دي ورکړل شوي نو لږ تر لږه دا اجازه خو دي ورکړل شي چې نېغ په نېغه خپلو سیمو ته ستانه شي. خو د شمالي وزيرستان مرستيال پولیټيکل ايجنټ ظهيرالدين بابر مشال راډيو ته وویل چې د خيسور خلک له رزمکه نيغ په نيغه د ستنېدو اجازه نلري البته د د رجسټريشن لپاره بنو ښار ته په راتګ کې ورته آسنتياوې ورکولای شي. د دې موضوع تفصیل د عمردراز وزیر په رپوټ کې واورئ
د خبريالانو ژغورنې نړیوال سازمان پخپل تازه رپورټ کې وايي، په پاکستان کې د وژل شوو خبريالانو يوه تورن قاتل ته هم سزا نه ده ورکړل شوې. نيويارک مېشت سازمان د زيارت په ورځ ۲۰۱۴م کال راپور خپور کړ. په دې کې راغلي دي چې په پاکستان کې په تېره يوه لسيزه کې ۲۳ خبريالان وژل شوي دي. راپور زياتوي، تر ټولو زيات خبریالان له ۲۰۱۱م کال وروسته وژل شوي دي. د سازمان په خبره تر اوسه هېڅ يوه تورن قاتل ته سزا نه ده ورکړل شوې. دا شان راپور د ميډيا پر ادارو هم نيوکه کوي چې د خپلو کارکوونکو د خونديتوب په خاطر يې هېڅ ډول عملي ګامونه نه دي پورته کړي. وژل شوي زياتره خبريالان پښتانه يا بلوڅان دي.
د دې پروګرام ځانګړنه دا ده چې د ملاله فنډ ټرسټ تر سیوري لاندې شروع شوی دی او د پاکستان حکومت هم ورته فنډ ورکړی دی.
په کوټه کې د مشال خبریال خدای نور ناصر د محمد اسلم ولسيار شهيد له مورکۍ حضرت خور بي بي اڅکزۍ سره خبرې کړې
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو کارکوونکی ولسيار چې په ۷ اکتوبر ۱۹۸۳ عیسوي کال کې يې د ډيموکراسۍ په حق کې په يوه لاريون کې په خپله سینه کې مرمۍ سړې کړې، او په ۱۴م اکتوبر ۱۹۸۳ کې يې ساه ورکړه. هر کال د ولسيار په شمول د هغې ورځې د نورو شهيدانو او د ۱۱م اکتوبر ۱۹۹۱ عیسوي کال د شهيدانو تلين چې «په کوټه کې
د پاکستان سپریم کورټ د سلمان تاثیر وژونکي ممتاز قادري ته د مرګ سزا پر ځای ساتلې ده. سترې محکمې د اسلام اباد های کورټ هغه پرېکړه رد کړې ده په کوم کې چې د ممتاز قادري له مقدمې د ترهګرۍ دفعه لرې شوې وه. دا پرېکړې د چارشنبې پر ورځ د سپريم کورټ د چيف جسټس آصف سعيد کوسه په مشرۍ کې درې کسیزې جرګګۍ د ممتاز قادري د مقدمې د اورېدنې پر مهال کړې دي. ممتاز قادري د ۲۰۱۱م کال د جنورۍ پر څلورمه نېټه د پنجاب صوبې د هغه وخت ګورنر سلمان تاثیر په اسلام اباد کې وژلی وو. د سلمان تاثیر ساتونکي ممتاز قادري وروسته وویل چې ګورنر سلمان تاثیر یې له دې کبله وواژی چې هغه د پاکستان په ناموس رسالت قانون کې د بدلون غوښتنه کړې وه.
د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وايي ترهګرۍ د دوی صوبه تر ټولو زیاته ځپلې ده. نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په خپل دفتر کې له افغانستانه ورغلیو خبریالانو ته وکړې. اسد قیصر دا هم وویل چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د ښو ساتلو لیواله دی او دوی له افغانستان سره خرابې اړیکې نشي زغملی. په دې موقع افغان خبریالانو وویل ځیني پاکستاني رسنۍ د افغانستان د پېښو ناسم راپورونه خپروي. دوی دا هم وویل چې افغان تلویزونو ته په پاکستان کې د خپرونو د ښودلو اجازه هم په اسانه نه ورکول کېږي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته