په سروې خپرونه کې له جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکې انیته محسود مېلمنه ده. انیته محسود د قبایلي سیمو د ځوانانو اتحادیې مشره ده او دا شان د فاټا سیاسي اتحاد کې هم د یوې مشرې په حیث کار کوي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړې هم ده. انیته محسود وایي، که چیرې د فاټا ښځو ته په سیاست کې د سړو په شان پوره ونډه ورکړل شي نو د سیمې ډېرې مسلې هوارېدای شي. د دې خپرونې کوربنه انیسه اجمل ده.
پېښور: د خېبر پښتونخوا حکومت د محرم پر مهال د ماتمي جلوسونو ځایونو ته د افغان ګډوالو او له قبایلي سیمو د بې کوره کړل شوو خلکو پر تګ راتګ بندیر لګولی دی.
پېښور: د خېبر پښتونخوا حکومت د محرم پر مهال د ماتمي جلوسونو ځایونو ته د افغان ګډوالو او له قبایلي سیمو د بې کوره کړل شوو خلکو پر تګ راتګ بندیر لګولی دی. د خیبر پښتونخوا د حکومت چارواکي وايي چې دا ګامونه یې د محرم پر مهال د امنیت ساتلو په موخه اخیستي دي. د قبایلي سیمو د وکیلانو د اتحادیې مشر اعجاز مومند مشال راډیو ته وویل چې د قانون له مخې پر خلکو بندیز غیر ايیني دی او دوی د پاکستان اوسېدونکي دي او اختیار لري چې هر ځای ته تګ راتګ وکړي. خو د حکومت چارواکي وايي چې د قانون له ۱۴۴ مادې سره سم په داسې مخصوص حالاتو کې د ضلعې حکومت د ځېني مخصوصو ځایونو په اړه اختیار لري چې پر خلکو بندېز ولګوي. د پېښور د پولیسو مشر سجاد مشال راډیو ته وویل چې یوازې پر ګډوالو د تګ راتګ بندېر نه دی بلکې د جلوسونو شاوخوا ځایونو کې د ځايي خلکو پر غیرې ضروري تګ راتګ هم بندېر دی. د پېښور د پولیسو د مشر لخوا لګول شوي بندیز د۱۴۴ قانون تر مخه پر موټر سایکل او د تورو ښیښو پر موترو هم بندیز دی. په دې اړه نور تفصیل د شبیر احمد جان په رپوټ کې واورئ
ډېره اسماعیل خان: د بلوچستان له پښتون مېشتې سیمې کلا سيف الله څخه د تښتول شوو شپږ حکومتي کارکوونکو ويډيو خپره شوې ده. دا ویډیو په جنوبي وزيرستان کې د تحريک طالبان مسود ډلې خپره کړېده په کوم کې چې تښتول شوو کسانو له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې ده چې د دوی د خلاصون لپاره دي هلې ځلې وکړي. وسله وال طالبان وايي چې دا حکومتي کارکونکي به د خپلو هغو څلور ملګرو په بدل کې خوشي کړي چې دا وخت په جيل کې دي. په ویډیو کې ښودل شوي کسان د روان کال د سپټمبر پر دیارلسمه نېټه له کلاسیف الله څخه تښتول شوي وو. په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم د سړي تښتونې داسې یو شمېر نورې پېښې شوې دي چې وروسته یې تښتول شوي ځینې کسان وژل شوي خو زیاتره خوشي شوي دي. په خوشي شوو کسانو کې بیخي لږ دا مني چې دوی چېري ساتل شوي وو او څه ډول د پیسو په بدل کې خوشي شول. پاتې کسان له خوشي کېدو وروسته یا خو پر دې موضوع خبرې نه کوي او یا هم وايي چې دوی د جرګو مرکو په پایلو کې راخوشي شو. تر اوسه په بلوچستان کې د یو شمېر مهمو حکومتي چارواکو او مشهورو ډاکټرانو تر څنګ ډېر کسان تښتول شوي او بیرته خوشي شوي دي. په دې اړه تفصیل د سېلاب محسود په رپوټ کې واورئ
اسلام اباد: د پاکستان اليکشن کمشن د سېنټ ، قامي او صوبايي اسمبليو د ۲۷۲ غړو غړيتوب معطل کړی دی.
اسلام اباد: د پاکستان اليکشن کمشن د سېنټ ، قامي او صوبايي اسمبليو د ۲۷۲ غړو غړيتوب معطل کړی دی. د اليکشن کمشن يو وياند خورشيد عالم د جمعې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د سېنټ او اسمبلیو د غړو غړیتوب له دې کبله معطل کړل شوی دی چې د خپلو شتمنیو تفصیل یې د انتخاباتو ادارې ته نه دی وړاندې کړی. خورشید عالم وویل ، د کومو کسانو چې غړیتوب معطل شوی دی په هغوی کې درې وفاقي وزيران هم شامل دي. د ده په وینا په پاتې نورو کې د سېنټ ديارلس ، د قامي اسمبلۍ دوه شپېته ، د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ يو کم څلويښت ، د سند د اسمبلۍ شپږويشت ، د پنجاب د اسمبلۍ يو سل درويشت او د بلوچستان اسمبلۍ د نهه غړي شامل دي. خورشيد عالم زياتوي چې تر هغو به دوي معطل وي او خپل کار به نه شي کولای تر څو چې يې اليکشن کمېشن ته د خپلو شتمنیو تفصیل یا خپلې ګوشوارې نه وي جمع کړې. نوموړي وویل چې د پارلمان غړي لا وړاندې په دې خبر وو چې که یې د انتخاباتو د کمېشن له اصولو سره سم د خپلو شتمنیو تفصیل وړاندې نه کړ نو غړیتوب به یې معطله کېږي. په معطل کړې شوو کې د قبايلي سيمو د پارلېمان غړي هلال رحمان، بلل رحمان، تاج محمد اپريدی، جمالدين او قيصر جمال هم شامل دي. په دې اړه نور تفصیل د ریاض موساخېل په رپوټ کې واورئ
برتانیوۍ فنانشل ټایمز ورځپاڼې په خپل تحقیقاتي رپورټ کې ویلي، په شام او عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې تر واک لاندې سیمه د تېلو پیداوار لپاره مشهوره ده او دا ډله د تېلو خرڅلاو له لارې د خپلو وسله والو فعالیتونو او جګړې لپاره پیسې برابروي.
وړاندیزونه: په فاټا کې بلدیاتي انتخابات کول او له هغه وروستو د فاټا لپاره یو کونسل جوړول او که دا نه کېږي نو بیا درېیمه لار فاټا لکه د ملاکنډ ډویژن په څېر له خېبر پښتونخوا سره په انتظامي چوکاټ کې راوستل
په پاکستان کې مېشت ناراجستر افغان کډوال له حکومته غوښتنه کوي چې خپله وعده دې پوره کړي او زرترزره دې یې نوملیکنه پیل کړي.
د پاکستان وفاقي حکومت د فاټا ایني حثیت بدلولو لپاره هلې ځلې پېل کړې دي. په دې لړ کې د سیفران وزارت وزیراعظم نوازشریف ته وړاندیزونه کړي چې په درې پړاونو کې دې د قبایلي سیمو بدلون وکړي. په دې اړه د مشال راډيو خبریال سیراج ظهیر د فاټا له پارلیماني غړيو او مشرانو سره خبرې کړې.
په پاکستان کې د تعلیمي پرمختګ لپاره کارکونکې غیر سرکاري اداره الف اعلان وایي په خیبر پښتونخوا کې د جینکو ماشومانو داسې سکولونه شته چې یوه اوستاده لري، او یا پکې د اوستادانو شمیره د زده کونکیو په مقابل کې ډیره کمه وي، نو ځکه اکثره جینکۍ بیا سکول ته تګ پریږدي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته