پراګ: د پاکستان وزيراعظم نواز شریف ويلي ، پاکستان نشي کولای چې پر یوه وخت طالبان هم ووژني او هم يې خبرو اترو ته حاظر کړي.
پراګ: د پاکستان وزيراعظم نواز شریف ويلي ، پاکستان نشي کولای چې پر یوه وخت طالبان هم ووژني او هم يې خبرو اترو ته حاظر کړي. وزيراعظم نواز شريف دا څرګندونې د جمعې په ورځ د امریکا د سفر پر مهال په واشنګټن کې د سولې په انسټيټويټ کې یو غونډې ته د وینا په ترڅ کې کړې دي. وزیراعظم نواز شریف زیاته کړې چې ده افغان ولسمشر اشرف غني ته ويلي دي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو په بحالولو کې مرسته کولو ته تيار دی. د پاکستان وزيراعظم نواز شريف په خپله وينا کې د دې خبرو په اړه نور وضاحت ورنه کړو خو دا له هغه وروسته ده چې امریکا له پاکستانه وغوښت چې په هېواد دننه د طالبانو مرکزونه له منځه يوسي. تر دې يوه ورځ مخکې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف او د امریکا ولسمشر بارک اوباما له يو بل سره تر لیدو وروسته له طالبانو غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره نيغ په نيغ خبرو ته کيني. د افغانستان او امریکا چارواکي باور لري چې که پاکستان غواړي نو په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم رول لوبولای شي. افغان ولسمشر اشرف غني په وار وار ویلي چې پاکستان د افغانستان په وړاندې له څه باندې یوې لسیزې راهسې نا اعلان کړې جګړه جاري ساتلې ده. د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان وايي چې د افغان ولسمشر اشرف غني له دې څرګندونو هدف دا دی چې ګواکې پاکستان د افغان حکومت پر وړاندې د جګړه کوونکو طالبانو تر شا ولاړ دی. خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې نه یوازې په خپله د ترهګرۍ ښکار دی بلکې ادعا کوي چې په افغانستان کې د سولې لپاره هلو ځلو ته هم ژمن دی. په دې اړه د ملالۍ بشیر رپوټ دلته واورئ
اسلام اباد: د پاکستان د سند صوبې په جېکب اباد کې یو ځانمرګي برید د اتو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اتلس کسان وژلي دي. چارواکي وايي چې دا ځانمرګی برید د جمعې په ماښام د جیکب اباد پر کوټه سړک د نهم محرم پر ماتمي جلوس شوی دی. تر برید وروسته په جېکب اباد او کراچۍ کې مظاهرې هم شوې دي. د جېکب آباد د پوليسو يوه چارواکي غلام مرتضی نن مشال راډيو ته وويل چې پرون ماښام د شعیه ګانو جلوس تر لاشاري محله تېريدی چې ځانمرګي بريد ورباندې وشو. د سیند صوبې د صحت صوبايي وزير ممتاز جهاکراني خبري رسنیو ته وویل چې په جېکب اباد کې تر ځانمرګي بريد وروسته د زرګونو خلکو په مظاهرو کې له پوليس او روغتيايي چارواکو سره نښتې هم شوې دي. مجلس وحدت المسليمين هم په ټول ملک کې د عاشورې په جلوسونو کې د احتجاج کولو علان کړی. د سږ کال په محرم کې دا دویمه خونړۍ پېښه ده. تر دې وړاندې د بلوچستان د کچي ضلعې د تحصیل باګ په چيلګري سیمې په يوه ځانمرګي برید کې يوولس تنه وژل شوي او لس نور ژوبل شوي وو. باګ تحصیل چې د کوټې جنوب ختیځ لور ته د شاوخوا درې سوه کیلومیترۍ په واټن پروت دی، په کې دا ځانمرګی برید د جمعرات په ماښام شوی. په دې اړه د محمد عمران رپوټ دلته واورئ
د ولسمشر اوباما میرمن مشل اوباما په پاکستان کې د جینکو د تعلیم ودې لپاره د اویا میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړو.
د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې د دې هېواد جنګي الوتکو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خېبر ايجنسۍ د قبايلي سيمې په بېلابېلو برخو کې د وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي او هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستان په پارلېمان کې د قبایلي سیمو استازي وايي، غازي ګلاب جمال به د قامي اسمبلۍ سپيکر څوکۍ ته نوموي. دا خبره د پارلېمان غړي حاجي شاه جي ګل اپریدي تېر ماښام مشال راډیو ته وکړه. دا مهال د پاکستان قامي اسمبلۍ د سپيکر څوکۍ ځکه خالي ده چې ایاز صادق شاوخوا دوه میاشتې مخکې له خپلې دندې استعفا ورکړې وه او د لاهور پر ۱۲۲مې حلقې یې د مسلم لیګ (ن) ګوند له خوا په ضمني انتخاباتو کې برخه اخیستې وه. نوموړی د اکتوبر پر ۱۱مه د انتخاباتو په ګټلو بیا د قامي اسمبلۍ غړی شو.
د خېبر پښتونخوا لکي مروت کې د ګمبېلې اوسېدونکي وايي، چې د سږني کال په لومړيو کې چې کله مشال راډيو د دوی په سیمه کې د روغتیا پر ستونزو راپوټ خپور کړ نو نه یوازې د دوی روغتون ته ډاکټران او نرسانې راغلې بلکې د صحت ستونزې یې هم تر ډېره هوارې شوې. له ډېره اسماعیل خانه د سېلاب مسود راپور
وږمه له آره د خيبر پښتونخوا صوابۍ سيمې اوسېدنکې ده، خو د خپل هنري ژوند پر مخ وړلو لپاره له پخوا راهيسې په پېښور کې دېره ده.
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د امریکا په سفر دی او د دغه هېواد د ولسمشر باراک اوباما په ګډون له یو شمېر نورو لوړ پوړو مشرانو سره لیده کاته لري.
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف د امریکا په سفر دی او د دغه هېواد د ولسمشر باراک اوباما په ګډون له یو شمېر نورو لوړ پوړو مشرانو سره لیده کاته لري. نوموړی په داسې حال کې واشنګټن ته په سفر دی چې ولسمشر اوباما په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شتون نور وغځاوه. د ولسمشر اوباما او د وزیر اعظم نواز شریف ملاقات به د امریکا - پاکستان پر خپلمنځيو اړیکو څومره اغېز پرېږدي. او د سیمه ییزې همکارۍ لپاره به د امریکا له پاکستانه څه غوښتنې وي. ځکه چې پاکستانۍ مېډیا دغه سفر ته ډېر ارزښت ورکوي. هم دا پوښتنه د مشال همکار داود خټک د امریکا د واشنګټن په ویلسن مرکز کې د سیاسي او نړیوالو چارو له څېړنکار مایکل کوګلمېن نه کړي نو نوموړی وايي.
د عوامي نېشنل پارټۍ غړې بشرا ګوهر وايي، دا مهال په پاکستان کي جمهوريت پیاوړي نه بلکې نور هم کمزوری شوی دی.
د کارپوهانو په باور که د تره ګرۍ د تمویل په اصلي هېواد فشار را نه وستل شي نو ان دا سیمه ییزې او نړیوالې هڅې هم له ننګونو سره مخ کیدای شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته