راپورونه وايي، د سر ښار اسلام اباد پولیسو لارې تړلې او د یاد ګوند پلویانو ته اجازه نه ورکوي چې د مظاهرې لپاره ټاکل شوي ځای ته ځانونه ورسوي. په ورته وخت کې د تحریک انصاف ګوند د بنیاد اېښودونکي عمران خان د دوو خویندو عظما خان او حلیمه خان په ګډون د پارټۍ ګڼ پلویان ګرفتار کړي دي.
محسن نقوي د اکتوبر پر درېیمه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د ملایشیا د وزیراعظم په ګډون د نورو هېوادونو پلاوي د پاکستان په سفر دي نو ځکه دې تحریک انصاف احتجاج نه کوي. نوموړي زیاته کړه چې حکومت د وضعیت کنټرولولو لپاره د پوځ او رېنجرز ځواک سرتېري هم اسلام اباد ته وربللي دي.
د پي ټي اېم د بر جنوبي وزیرستان د سره روغې سیمې مشر شېر زاده مسید د اکتوبر پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې پوليسو په ډېره اسماعيل خان کې د غورځنګ د يو مخکښ فعال عالمزېب مسید پر کور چاپه وهلې او هغه يې له ځان سره بیولی دی.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال د پولیو تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۵ پېښې، په بلوچستان کې ثبت شوې دي. د ادارې په خبره، چې له دې پرته د ګوزڼ اووه پېښې په سیند، په خیبر پښتونخوا کې دوه او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
د خزانې وزیر محمد اورنګزېب وايي چې د حکومتي لګښتونو کمولو دا شرط د نړیوال مالي صندوق (ای اېم اېف) د ۷ اربو ډالرو د هغه قرض له شرطونو يو دی چې نيم یې وار له مخه پاکستان ته ورکړی دی.
سازمانونو د سېپټېمبر پر ۲۱مه په کراچۍ پریس کلب کې د خبري غونډې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د ډاکتر شاهنواز د وژنې پلټنو لپاره دې د سیند های کورټ د یو قاضي په مشرۍ عدالتي کمېشن جوړ کړي.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په خپلو خبرو کې وویل چې د پاکستان تحریک انصاف بنسټګر عمران خان چې کله وزیراعظم وو نو له افغانستانه یې په "زرګونو وسلوال" پاکستان ته وروستل.
نور وښیئ