د خيبر پښتونخوا په لکي مروتو کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس" د عملیاتو پر مهال په نښته کې اووه کمانډو پوځیان او شپږ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.
د استخباراتي ادارو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې سرتېرو په سرکټي مچنخېلو کې د وسلوالو پرضد عملیات کول چې پر مهال یې ورسره نښته وشوه.
دی وايي، په نښته کې پینځه سرتېري ژوبل هم شول چې د بنو کمباینډ مېلېټري هسپتال یا سي اېم اېچ ته لېږدولي دي.
هغه دا و نه ویل چې په نښته کې د وژل شویو تړاو له کومې ډلې سره وو او کومې وسلوالې ډلې یې هم لا په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کوي چې پر مهال یې په نښتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
پوځ تر دې مخکې د مارچ پر ۲۶مه او ۲۷مه په شمالي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې په څلورو بېلابېلو عملیاتو او نښتو کې د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.
مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ دا ډول دعوې نه شي تاییدولای.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د ټي ټي پي او بي اېل اې په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مرکزي دفتر د مارچ پر ۱۹مه په خپل راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې پر پولیسو ټولې ۶۸ حملې شوې دي چې پکې ۲۶ سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په خپل دفتر کې د "قرارداد پاکستان" ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.
تر دې مخکې د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په غونډه کې ټینګار وکړ چې دولت (ریاست) دې په "پوره ځواک ترهګرۍ" ته ځواب ووايي.