د لاسرسي ځای

تازه خبر

د 'کابل خطرناک مجرم' خراسانی ونیول شو: رحیمي


عبدالحمید خراساني
عبدالحمید خراساني

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي مشال راډيو ته وويل چې خراساني د هېواد او سیمې پر کچه له خطرناکو او لویو مجرمینو څخه یو دی.

د رحيمي په وینا خراساني د جون پر ۲۵مه په داسې حال کې ونيول شو چې نن يې غوښتل په کابل ښار کې د لاریون پر مهال له پولیسو سره نښته وکړي.

د رحیمي په وینا عبدالحمید خراسانی د کورنیو چارو وزارت د مجرمینو په لېست کې شامل و او څو ځلي يې له پولیسو سره نښته کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، خراسانی له سوداګرو په باج اخېستلو، په ګڼو سړي تښتونو، وژنو، شوکو، لار ـ نيولو او په زورواکۍ تورن دی.

رحيمي زیاته کړه چې خلکو ته د ښکنځلو، د بې احترامي، د افغانستان ملي بیرغ ته د اور ورته کولو جرمونه له هغو جرایمو دي چې خراسانی مستقیم لاس پکې لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG