د مهاجرت نړیواله اداره (آی او اېم) وايي، تېر کال شاوخوا ۱۲۰۰ افغان پناه غوښتونکي نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په مهال په لارو کې مړه شوي دي.
ادارې د مارچ پر ۲۶مه، په خپاره کړي راپور کې ویلي دي چې په وروستیو۱۰کلونو کې په نړۍ کې ۶۳،۰۰۰ کډوال خوندي هېوادونو ته د سفر په مهال مړه شوي یا بې درکه شوي دي.
د راپور له مخې، په اغېزمنو کې زیاتره کسان د هغو هېوادونو کې چې جګړې پکې شوې یا روانې دي.
ادارې ویلي چې په ۲۰۲۳ ز کال کې ۱۱۸۱افغانان د مهاجرت په لړ کې مړه شوي چې دا په یوه کال کې تر ټولو لوړ شمېر دی.
د آی او ایم پر اساس، په تېرو ۱۰ کلونو کې هېڅکله په یوه کال کې د یوه هېواد تر ۷۳۳ زیات کسان د مهاجرت په لاره کې مړه شوي نه ول.
په افغانستان کې له ۱۹۸۰ز کال راهیسې جګړې روانې دي چې د دې راوروسته د هغه هېواد ډېرې خلک نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
له افغانستانه د خلکو وتلو وروستۍ لړۍ هغه وخت تېزه شوه چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول.
زیاتره افغانان نورو هېوادونو ته د خوندیتوب او یا هم د بېوزلۍ له کبله په قاچاقي لارو ځي چې ځینې یې منزل ته تر رسېدو مخکې په لارو کې مړه یا ورک شي.