په بريتانيا کې مېشت د شام د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې په سوریه (شام) کې د اسراييل جنګي الوتکو په بريد کې د وژل شويو شمېر۵۲ ته رسېدلی دی.
څارونکې ډلې د مارچ پر۳۰مه په یو بیان کې وویل چې په وژل شويو کې ۳۸ پوځيان او اووه د حزب الله غړي هم شامل دي.
د دوی په خبره د شام په شمال کې د مارچ پر ۲۹مې په برید کې د اليپو هوايي ډګر ته څېرمه "د حزب الله لبنان ډلې پورې مربوط د راکټ یوه ډیپو" په نښه شوی دی.
دا په شام کې د ایران په ملاتړ لرونکو ځواکونو وروستی وژونکی برید وو.
حزب الله له ۲۰۱۱ز کال راهیسې د شام کورنۍ جګړې له پیله د مخالفینو پر وړاندې په جګړه کې د حکومت ملاتړ کوي.
تر دې وړاندې د سږ کال جنورۍ پر ۲۰مه، اسرایيلو د شام په پلازمېنه دمشق کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک تر استعمال لاندې ودانۍ ویشتلې وه چې پکې څلور ایرانيان وژل شوي ول.