د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالې السو کورماشېوا د بند موده نوره وغځول شوه


السو کورماشېوا په کازان کې د عدالتي اورېدنې پر مهال- د ۲۰۲۴ ز کال د اپریل لومړۍ نېټې انځور.
السو کورماشېوا په کازان کې د عدالتي اورېدنې پر مهال- د ۲۰۲۴ ز کال د اپریل لومړۍ نېټې انځور.

د روسیې يو عدالت، د ازادې اروپا راډيو د خبریالې السو کورماشېوا 'د مقدمې تر اورېدنې مخکې د بند موده' د جون تر پينځمې غځولې ده.

د اپريل په لومړۍ نېټه د دې پرېکړې د اورولو په وخت د کازان ضلعي عدالت د کورماشيوا د وکيلانو هغه درخواست هم رد کړ چې نوموړې یې د زندان پر ځای په کور کې د قید ساتلو غوښتنه کوله.

د اپریل په لومړۍ نېټه تر عدالتي کاروايۍ مخکې کورماشېوا خبریالانو ته وويل چې په زندان کې یې حالت ښه نه دی. پولیسو دغه ۴۷ کلنه خبریاله، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په میاشت کې هغه مهال ونيوله چې نوموړې د خپلې ناروغې مور د ليدلو لپاره تللې وه. پر هغې تور دی چې د روسیې د امنيتي ځواکونو په اړه یې درواغ خپاره کړي دي خو د نوموړې وکيلانو، ازادې اروپا راډيو او د امريکا حکومت دا تور بې بنیاده او په پراګ کې د خبریالۍ له امله سزا ګڼلې ده.

پر کورماشېوا دا تور هم پورې شوی چې هغې د بهرنۍ ایجنټې په توګه ځان نه دی رجسټرډ کړی. د بهرنيوو ايجنټانو ثبت د روس د هغه قانون لاندې کېږي چې خبریالان او مدني فعالان هدف ګرځوي.

کورماشېوا د روسیې د تاتارستان سیمې ده خو کورنۍ یې په پراګ کې اوسي. هغه د خپلې ناروغه مور پوښتنې لپاره تاتارستان ته تللې وه چې پولیسو ونيوله. د هغې مېړه او د ازادې اروپا راډیو خبریال پاوېل بوتورین په يو بیان کې په خپلې مېرمنې لګېدلي تورونه یې بې اساسه او د هغې د ګرفتارۍ لپاره "بهانې" ګڼلي او ويلي‌ يې دي چې هغه ځکه نيول شوي چې "خبریاله او امريکايۍ" ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG