د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادۍ راډیو یو خبریال اسلام اباد کې په وسلوال برید کې ژوبل شوی دی


پولیس وايي پېښه په اسلام اباد کې شوې ده.
پولیس وايي پېښه په اسلام اباد کې شوې ده.

د ازادۍ راډیو یو پخوانی خبریال احمد هنایش د اپرېل پر درېیمه په اسلام اباد کې په یوه وسلوال برید کې ژوبل شوی دی.

د ناپېژاندو وسلوالو تر بريد وروسته د هغه روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

پاکستانیو پولیسو ویلي دي چې د پېښې په اړه پلټنې کوي.

هنايش چې له ډېرو کلونو راهیسې د کابل په شمالي ولایتونو کې د ازادۍ راډیو خبریال وو، له څه مودې راهيسې په پاکستان کې اوسېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG