د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن سنرایزرز حیدر اباد او چېنای سوپر کېنګز لوبډلې له یو بل سره سیالي لري


د پنجاب کېنګز بیټران د اپرېل پر څلورمه د ګجرات ټایټنز پر وړاندې خپله بریا لمانځي.
د پنجاب کېنګز بیټران د اپرېل پر څلورمه د ګجرات ټایټنز پر وړاندې خپله بریا لمانځي.

د هند د کرکټ په غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) کې سنرایزرز حیدر اباد او چېنای سوپر کېنګز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د حیدراباد په راجیو ګاندي لوبغالي کې د اپرېل پینځمې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې پنجاب کېنګز لوبډلې ګجرات ټایټنز ته په درو وېکټو ماتې ورکړه. لومړی بیټېنګ د ګجرات لوبډلې وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۹ منډې وکړې. شوبمن ګېل ۸۹ او سای سدرشن ۳۳ منډې وکړې. د پنجاب کېنګز کاګیسو ربادا دوه او هرپریت برار او هرشل پټېل یوه، یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د پنجاب کېنګز لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰م اوور کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. ششانک سېنګ ۶۱ او پربسېمرن سېنګ ۳۵ منډې وکړې.

د ګجرات ټایټنز نور احمد دوه، او راشد خان، عظمت الله عمرزي، اومېش یادو موهېت شرما او درشن نالکندې یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

د اپرېل پر شپږمه راجستان رایلز او رایل چیلېنجرز بنګلور له یو بل سره سیالي لري.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

چېنای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG