د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو خوندیتوب کمېټي: پاکستان دې پر خبریال احمد هنایش د حملې پلټنې وکړي


احمد هنایش د ازادۍ راډیو په سټوډیو کې د یوې خپرونې پر مهال - پخوانی انځور.
احمد هنایش د ازادۍ راډیو په سټوډیو کې د یوې خپرونې پر مهال - پخوانی انځور.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ یا سي پي جې له پاکستانه غوښتي دي چې د ازادۍ راډیو پر پخواني خبریال احمد هنایش دې د حملې پلټنې وکړي.

هغې ادارې، چې مرکز یې په نیو یارک کې دی، د اپرېل پر څلورمه په بیان کې وویل چې چارواکي باید په "سمدستي ډول پر هغه جلاوطنه خبریال د برید تحقیقات" وکړي او پر "موټرسایکل سپاره دوه بریدګر دې د قانون منګولو" ته وسپاري.

بیان وايي چې یوې باخبره سرچینې، چې د امنیتي اندېښنو له وجې یې د نوم له ښوولو ډډه وکړه، سي پي جې ته ویلي دي چې احمد هنایش د اپرېل پر درېیمه شپې مهال کور ته روان وو چې د اسلام اباد په جي - شپږ سیمه کې ورباندې حمله وشوه.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان هم د ازادۍ راډیو پر پخواني خبریال حمله غندلې او له اسلام اباده یې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

احمد هنایش په برید کې په پښه او سر ټپي شوی خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښوول شوی دی.

نوموړی له ډېرو کلونو راهیسې د افغانستان په شمال کې د ازادۍ راډیو خبریال وو چې له یوې مودې راهیسې په اسلام اباد کې اوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG