د طالبانو حکومت په کندهار کې درې کسان د "سیاسي فعالیت" له امله په یوه پوځي عدالت کې تر محاکمې وروسته سزا کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو ستر عدالت د اپرېل پر څلورمه اعلان وکړ چې دوه کسان یې د سیاسي فعالیت په تور په ۱۵، ۱۵ کاله بند محکوم کړي او درېیم کس ته يې د ۳۰ درو او زندان سزا اورلې ده.
د طالبانو ستر عدالت د دغو کسانو د سیاسي فعالیت د څرنګوالي په اړه تفصيل نه دی بيان کړی. عدالت همداراز د درېیم کس د زندان د مودې په اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل دی چې طالبان د سیاسي فعالیت په تور چا ته سزا ورکوي او هغه اعلانوي.
تر دې وړاندې طالبانو د ښځو په ګډون يو شمېر مدني فعالان او احتجاج کوونکي نیولي، خو نه یې د هغوی د نيولو اعلان کړی او نه یې هم د بند د مودې او محکومیت په اړه څه ویلي دي.
په عين حال کې د طالبانو عدلیې وزارت د اپرېل پر څلورمه په یوه اعلامیه کې وویل چې د سیاسی ګوندونو فعالیت منع دی او په هغه وزارت کې د سیاسي ګوندونو ریاست لغوه شوی دی.
عدليې وزارت زياته کړه چې په افغانستان کې د ګوند په نوم هر ډول فعالیت غیر قانوني دی. وزارت همداراز خبرداری ورکړی چې د سیاسي فعالیت د تکرار په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني او شرعي چلند وکړي.