د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن چېنای سوپر کېنګز او کلکته نایټ رایډرز له یو بل سره سیالي لري


د لکنو لوبډله د اپرېل پر اوومه ګجرات ټایټنز ته تر ماتې ورکولو وروسته خپله بریا لمانځي.
د لکنو لوبډله د اپرېل پر اوومه ګجرات ټایټنز ته تر ماتې ورکولو وروسته خپله بریا لمانځي.

د هند د کرکټ د غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په سیالیو کې چینای سوپر کېنګز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د چېنای په لوبغالي کې د اپرېل اتمې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې دوه سیالۍ وشوې چې په لومړۍ هغې کې یې ممبۍ انډیینز لوبډلې دلي کیپېټلز ته په ۲۹ منډو ماتې ورکړه.

د اپرېل اوومې دویمه سیالي د لکنو سوپر جاینټس او ګجرات ټایټنز ترمینځ وه چې د لکنو لوبډلې په ۳۳ منډو وګټله.

د لکنو په لوبغالي کې د لوبې پچه د لکنو لوبډلې وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په زیان ۱۶۳ منډې وکړې. مارکوس سټاینس ۵۸، کې اېل راهول ۳۳ او نېکولاس پوران ۳۲ منډې وکړې. د ګجرات درشن نالکندې او اومېش یادو دوه، دوه او راشد خان یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د ګجرات ټایټنز ټوله لوبډله په ۱۹م اوور کې په ۱۳۰ منډو وسوځېده. سای سدرشن ۳۱ او راهول ټېواتیا ۳۰ منډې وکړې. د لکنو سوپر جاینټس یش ټاکور پینځه او کرونال پنډیا درې لوبغاړي وسوځول.

د اپرېل پر نهمه پنجاب کېنګز او سنرایزرز حیدراباد لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG