د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې په ۲ پېښو کې ۲ مشکوک وسلوال او ۱ پخوانی طالب وژل شوی دی


د پاکستان پوځیان په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستان پوځیان په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.

چارواکي وايي چې په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا، جلا پېښو کې دوه مشکوک وسلوال او د طالبانو یو پخوانی غړی وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر اوومه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې د لټون عملیاتو پر مهال په نښته کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

پوځ ویلي دي چې د اپرېل پر اوومه یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د وسلوالو پرضد عملیات کول چې هلته یې ورسره نښته وشوه.

په بیان کې دا نه دي راغلي چې نښته د شمالي وزیرستان په کومه برخه کې شوې او داراز دا هم نه ده روښانه شوې چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.

تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې هم د ای اېس پي ار د بیان په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت په سیمه کې د عملیاتو پر مهال مشکوکو وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو او د هغوی د نیولو دعوې کوي.

په همدې حال کې پولیسو ویلي دي چې د اپرېل پر اوومه په رزمک کې وسلوالو په برید کې یو کس وژلی دی.

د رزمک تاڼې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وژل شوی کس د طالبانو یو پخوانی غړی دی چې حکومت ته تسلیم شوی وو.

هغه چارواکي په دې اړه نور معلومات ور نه کړل او داراز، د برید ذمه واري هم چا نه ده منلې.

د مشال راډیو د غونډو کړیو ارقامو له مخې، د اپرېل اوومې له حملې سره روان کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

تر دې مخکې د اپرېل پر څلورمه په میرامشا کې په برید کې یو پولیس سرتېری وژل شوی وو. د اپرېل پر دویمه وسلوالو په دوو جلا، جلا حملو کې د جمعیت علمای اسلام (ف) یو سیاستوال او د پولیسو یو سرتېری وواژه.

په شمالي وزیرستان کې له ۲۰۱۸ز کال راهیسې هدفي حملې روانې دي، خو په عین وخت کې امنیتي او انتظامي چارواکي وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG