د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د چاپېریال ساتنې ۴ زنداني فعالان بخښلي دي


له ښي لوري چپې خوا ته: طاهر قدیریان، سپېده کاشاني، نیلوفر بیاني او هومن جوکار - پخوانی انځور.
له ښي لوري چپې خوا ته: طاهر قدیریان، سپېده کاشاني، نیلوفر بیاني او هومن جوکار - پخوانی انځور.

ایران د چاپېریال ساتنې هغه څلور فعالان بخښلي دي چې په ۲۰۱۶ز کال کې یې د جاسوسۍ په تور زنداني کړي ول، خو هغوی پر ځان لګېدلی تور رداوه.

د اپرېل پر اوومه وکیل حجت کرماني د خپلو موکلانو بخښنه تایید کړه.

طاهر قدیریان، سپېده کاشاني، هومن جوکار او نیلوفر بیاني د حیات وحشي پارسیان یا د پارس د وحشي ژویو په نوم د یو مرکز غړي ول چې په ۲۰۱۶ز کال کې نیول شوي ول.

په تېرو کلونو کې د هغه مرکز یوشمېر غړي خوشې شوي دي چې یو یې له یوه غربي هېواد سره د زندانیانو په تبادله کې ازاد شوی وو.

د هغې ډلې یو غړی تر ګرفتارۍ لږ وروسته مړ شوی هم وو.

کاشاني او بیاني د بند په موده کې په خپلو لیکونو کې ویلي ول چې په ذهني او روحي ډول ځورول شوي او په مرګ ګواښل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG