د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (يو اېن ډي پي) وایي، د نړیوال صندوق د بسپنې پر مټ یې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د جدي پاملرنې د روغتيايي څانګو پر پیاوړي کولو نېږدې درې مېلیونه ډالره لګولې دي.
يو اېن ډي پي د اپرېل پر اتمه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې دا پانګونه يې د ناروغانو د جدي پاملرنې په څانګو کې کړې ده چې دا ډول د هغو ناروغانو په درملنه کې مرسته وشي چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ وي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په وینا، د ناروغانو د جدي پاملرنې څانګې په افغانستان کې مهم رول لوبوي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې د جګړو، طبیعي ناورينونو او د عامې روغتیا له بحرانونو څخه اغېزمنې شوې دي.
يو اېن ډي پي زياتوي، تراوسه په افغانستان کې د ناروغانو د جدي پاملرنې خدمتونه د عامې روغتیا په نظام کې بشپړ نه دي شامل شوي او دا د دې سبب ګرځي چې جدي ناروغان د دغو خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره د اوږد واټن سفر وکړي.