د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن راجستان رایلز او ګجرات ټايټنز له یو بل سره سیالي لري


د اپرېل پر نهمه د سنرايزرز حيدراباد لوبغاړي پنجاب کېنګز ته تر ماتې ورکولو وروسته خپله بریا لمانځي
د اپرېل پر نهمه د سنرايزرز حيدراباد لوبغاړي پنجاب کېنګز ته تر ماتې ورکولو وروسته خپله بریا لمانځي

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په سیالیو کې راجستان رایلز او ګجرات ټايټنز یو بل ته مخامخېږي.

د جېپور په لوبغالي کې د اپرېل ۱۰مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې سنرايزرز حيدراباد پنجاب کېنګز ته په دوو منډو ماتې ورکړه. د ملنپور په لوبغالي کې سنرايزرز حيدراباد لوبډلې لومړۍ توپوهنه (بیټېنګ) وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د نهو لوبغاړو په زیان ۱۸۲ منډې وکړې.

د حيدراباد لوبډلې نيتيش کمار رېدي تر ټولو زياتې ۶۴ منډې وکړې.

بلخوا د پنجاب لوبډلې ارشديپ سېنګ د حيدراباد لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د پنجاب کېنګز لوبډلې په ټاکليو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په زيان ۱۸۰ منډې وکړې او لوبه يې بايله.

په پنجاب کېنګز لوبډله کې ششانک سېنګ تر ټولو زياتې ۴۶ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

د سنرايزرز حيدراباد توپ وهونکی نيتيش کمار رېدي د لوبې غوره لوبغاړی شو.

ټاکل شوې چې د اپرېل پر ۱۱ ممبۍ انډيينز او رايل چيلېنجرز بنګلور لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.

په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

چېنای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG