د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري له ابراهیم رییسي سره دمشق کې د ایرانیانو پر وژنه خواخوږي څرګنده کړې ده


اصف علي زرداري په ۲۰۱۴ز کال په ډېسېمبر کې په تهران کې د سختدریځۍ پرضد په نړیواله غونډه کې د ګډون پر مهال.
اصف علي زرداري په ۲۰۱۴ز کال په ډېسېمبر کې په تهران کې د سختدریځۍ پرضد په نړیواله غونډه کې د ګډون پر مهال.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له خپل ايراني سيال سره په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراييلو په مشکوک هوايي بريد کې د ایرانیانو پر وژنه خواخوږي او له تهران سره پیوستون څرګند کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر لومړۍ نېټه د شام (سوریې) په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرايیلو په مبیینه هوايي برید کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو د قدس ځواک د یو قومندان جنرل محمد رضا زاهدي په ګډون اووه لوړپوړي چارواکي ووژل شول.

ایران تر هغې وروسته د غچ اخیستو ګواښ وکړ خو اسراییلو د برید په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې وه.

د پاکستان د ولسمشر دفتر د اپرېل پر ۱۱مه په بیان کې ویلي چې زرداري له ابراهيم رييسي سره په ټېلېفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې اسلام اباد به له تهران سره د ګډې همکارۍ د لا پراختیا لپاره کار ته دوام ورکړي.

بيان وايي چې زرداري په غزې تړانګه کې پر بشري ناورین هم اندېښنه څرګنده کړه او د سمدستي اوربند غوښتنه یې وکړه.

بیان زیاتوي چې ولسمشر زرداري د ایران ولسمشر رييسي ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG