د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ای پي ایل کې نن پنجاب کېنګز له راجستان رايلز سره لوبه کوي


د پنجاب لوبډلې غړي. د تېرو لوبو عکس
د پنجاب لوبډلې غړي. د تېرو لوبو عکس

د هند د کرکټ په پرېمیر لیګ کې د اپرېل پر ۱۳مه د پنجاب کېنګز او راجستان رايلز ترمنځ لوبه ترسره کېږي.

دا لوبه د کابل په وخت ماښام شپږ نيمې او د پېښور پر وخت ۷ بجې پيليږي.

د اپريل پر۱۲مه دهلي کېپېټلز لوبډلې لکنو سوپر جاينټس ته په شپږو وکټو ماتې ورکړې وه.

د اپرېل تر ۱۳مې په تر سره شویو ۲۶ لوبو کې راجستان رایلز په پنځو کې څلور ګټلې دي او پر لومړي نمبر ده. کلکته نایټ رایډرز په څلورو کې درې ګټلې، پردویم او چینايي سپر کېنګز په پنځو کې درې ګټلې دي او پر درېیم نمبر ده.

د انډین پرېمیر لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې وې او پايلوبه به یې د مې پر ۲۶مه تر سره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG