د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسټرالیا کې یو تن ۶ کسان د چړې په ګوزارونو وژلي دي


 د سیډني ښار د ویسټ فیلډ شاپنګ مال کې یو تن نهه کسان د چړو په ګوزارونو وژلي: انځور اپریل ۱۳، کال ۲۰۲۴
د سیډني ښار د ویسټ فیلډ شاپنګ مال کې یو تن نهه کسان د چړو په ګوزارونو وژلي: انځور اپریل ۱۳، کال ۲۰۲۴

د اسټریلیا د سیډني ښار په یو سوداګریز مرکز(شاپینګ مال) کې د اپریل پر ۱۳مه یو تن د چړو په ګوازرونو شپږ کسان وژلي دي.

پولیس وايي، وروسته یې دغه تن په ډزو وژلی دی. په پېښه کې د یو وړوکي ماشوم په ګډون ځینې نور کسان ژوبل شوې هم دي.

پولیس چارواکي وایي د سیډني ښار په ویسټ فیلډ شاپنګ مال کې یو تن نهه کسان د چړو په ګوزارونو ووهل او وروسته چې کله یې د مال نه د وتلو هڅه کوله نو د پولیسو په ډزو کې ووژل شو. په دغه پېښه کې شپږ عام وګړي ووژل شول. پولیسو د ژوبلو تنانو د روغتیایي حالت په اړه څه نه دي ویلي.

پولیس وایي دا لا نه ده معلومه چې په پېښه کې ککړ تن څوک وو او د دغې حملې ترشا څه وجوهات دي؟ دوی وایي په دغه اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG