د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي دي په کابل ښار کې یې د امنیت لپاره ۸۰،۰۰۰ څارګرې کیمرې نصب کړې دي.
د وزارت ویندوی عبدالمتین قانع د اپرېل پر ۱۳مه د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو ته ویلي چې امنیتي کیمرو د جرمونو له کمېدو او مخنیوي سره مرسته کړې او دوی غواړي چې په ولایتونو کې یې هم نصب کړي.
د طالبانو حکومت داراز وايي چې د اختر په درو ورځو کې هېڅ امنیتي پېښه و نه شوه.
طالبانو د اختر په شپو ورځو کې په ښارونو کې کلک امنیتي تدابیر غوره کړي ول.