د هند د کرکټ غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره په سیالیو کې نن دوه لوبې کېږي.
په لومړۍ لوبه کولکته نايټ رايډرز او رايل چيلنجرز بنګلورو او دوېمه لوبه کې پنجاب کنګز او ګجرات ټايټنز یو بل ته مخامخېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې سن رايزرز حيدراباد دلې کيپيټلز ته ۶۷ منډو ماتې ورکړه.
په ای پي اېل کې ټولې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي چې پکې د افغانستان په ګډون د یوشمېر هېوادونو لوبغاړي شامل دي.
د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.